Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په پکتیا کې سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/28

په سوېل کې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز، احمد خېلو، لجې منګل ، سیدکرم ، اریوب ځاځيو،جاني خیلو او زرمت ولسوالیو کې  د وړمې ورځې سېلابونو خلکو ته له ځاني زیان سربېره ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي. 

ځايي چارواکي وايي، د دغه سیلابونو له ا مله ۸  کسان مړه، ۲۸ تپیان او زرمت کې پنځه سوه کورنۍ د خپلو مېنو پریښوده  ته اړې شوي او ۱۲۰ کورنۍ ګردیز ته را کده شوي دي.

د سېلابونو له امله یو تن بې ځایه شوی وايي:«غنم مو ټول سېلابونو یوړل. کورمې هم اوبه وېجاړ کړی. له موږ سره باید مرسته وشي. که کور راکوي، په کور کې ژوند کوو او که خیمه راکوي، په خیمه کې ژوند کوو.» 

د زرمت ولسوالۍ بې ځایه شوې کورنۍ وایي، بېړنو مرستو او د ناروغانو درملنې ته اړتیا لري. 

د سېلابونو له امله یو تن بې ځایه شوي وايي:« له موږ سره باید مرسته وشي، موږ له هرې خوا ځپل شوي یو. تاسو یې خپله لېدلی شئ،چې سېلابونو خلکو ته څومره زیانونه اړولي دي. ناروغانو ته مو درملو نه لرو. موږ له ګڼو ستونزو سره مخ یو.»  

د پکتیا اطلاعاتو کولتور ریاست مشر خالقیار احمدزی وایي،سېلابونو خلکو ته درانه  زیانونه اړولې،چې سروې یې پیل شوې او پر وینا یې د مرستو رسولو هڅې ورته روانې دي .

احمدزی وايي، د زرمت ولسوالۍ بې ځایه شویو کورنیو لپاره مرکز ګردیز کې د استوګنې لنډ مهاله پنډغالی جوړوي. 

هغه زیاته کړه:« د پکتیا مرکز ګردیز او اړوند ولسوالیو کې خلکو ته سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي. په دې برخه کې له زرمت ولسوالۍ ۱۲۰ کورنۍ مرکز ګردیز ښار ته را انتقال شوي دي او په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي. په پام کې ده،چې د یادو کورنیو لپاره په مرکز ګردیز کې ځانګړی پنډغالی جوړ شي.»  

پکتیا کې وروستیو سېلابونو د زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې د تخریب تر څنګ، بېلابېلو سیمو کې لویې لارې، شپږ لوی پلونه او ګڼ شمېر کوچني پولچکونه هم تخریب  کړي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist