Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا اوسېدونکي: نړۍ دې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/27

 سوېل کې د پکتیا ولایت یو شمېر اوسیدونکي وايي، له نړیوالو غواړي،چې د افغانستان  اسلامي امارت دې د یوه واکمن نظام په توګه پر رسمیت وپیژني. 

دوی د امریکا پر متحده ایالتو غږ وکړ،چې د افغانانو کنګل شوې شتمني دي خوشې کړي. 

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« له نړیوالو غواړو،چې  د افغانستان اسلامي امارت دې د یوه واکمن نظام په توګه پر رسمیت وپیژني او د مریکا متحده ایالت دې د افغانانو کنګل شوې شتمني خوشې کړي.» 

د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« موږ د امریکا متحده ایالتو غواړو،چې کنګل شوې پیسې دې خوشې کړي. موږ ټول په یوه غږ همدا یوه غوښتنه کوو.» 

د پکتیا اوسیدونکي همدا راز  د افغانستان له اسلامي امارته غواړي،چې د دیني عالمانو په ګډون دې ټول مسلکي کسان بېرته هېواد او بیا دندو ته وغواړي او په ټولییز ډول دې کار اهل کار ته وسپاري. 

د  پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« هغه دیني عالمان او مسلکي کسان،چې بهر کې دي،باید بېرته هېواد او بیا دندو ته راوغوښتل ش. د افغانستان اسلامي امارت دې کار اهل کار ته وسپاري.» 

د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:«زموږ هېله دا ده،چې د کسانو بېرته را غوښتلو پروسه دې چټکه شي،ترڅو ولایتونو او ولسوالیو ته بېرته راستانه شي.» 

د پکتیا اوسېدونکي همدا راز وایي، د افغانستان له اسلامي امارته د یو نظام په توګه ملاتړ کوي او هېله یې دا ده،چې د دوی د خوندیتوب تر څنګ به د ملي پروژو ساتنه هم یقیني کړي. 

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:«موږ شرعي نظام غواړو. د افغانستان اسلامي امارت به د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي. کار به اهل کار ته سپارل کیږي او د زیربناوو ساتنه به کوي.» 

د پکتیا اوسیدنکو همدا راز یو شمیرهغه کړۍ هم وغندلې،چې په بېلابېلو نومونو د جګړو د دوام خبرې کوي. 

دوی وایي، دغه خلک دې د افغانستان له  اسلامي امارت سره د خبرو له لارې ستونزه هواره کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist