په داسې حال کې چې پاکستان وار دمخه له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی، هلته ناامني ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده او له کبله یې له نازک سیاسي حالت سره لاس او ګرېوان دی.
افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي په یادو برخو کې د موجوده کړکېچونو ترڅنګ، د پاکستان یوې بلې جدي ننګونې ته اشاره کړې چې ښايي په لومړي ځل ورته پام اوړي.
زلمي خلیلزاد د اېکس خواله رسنۍ په یو پوسټ کې ویلي، دا هېواد د امنیتي، سیاسي او اقتصادي بحرانونو سربېره دامهال «له حکومته د خلکو د بې باورۍ» له بل جدي بحران سره هم مخ شوی.
نوموړي په دې اړه د اِپسوس فرانسوي څېړنیز مرکز د نظر پوښتنې ارقام شریک کړي چې له مخې یې یوازې څلورمه برخه پاکستانیان باور لري چې حکومت یې په سم لوري روان دی.
خلیلزاد لیکلي: « له څه باندې دوو کلونو راهیسې د پاکستان د سیاسي، اقتصادي او امنیتي درې ګونو بحرانونو په تړاو خبرداری ورکوم؛ خو سټبلشمېنټ یې له پامه غورځوي چې په پایله کې یې اوس څلورم بحران ترې زېږېدلی او هغه د بې باورۍ بحران دی. د اِپسوس نظرپوښتنه ښيي چې له ۷۶ تر ۸۹ سلنه پاکستانیان په دې باور دي چې هېواد یې ناسم لوري ته روان دی. دا به ډېره جدي تېروتنه وي چې خلک له پامه وغورځول شي. پاکستان د تګلارې سمونې ته اړتیا لري.»
هغه تر دې وړاندې د پاکستان د امنیتي، سیاسي او اقتصادي بحرانونو اصلي مسوول د پاکستان پوځ او حکومت بللی او په تګلارو کې بدلون، خپلواکې ټاکنې او د ټولو ایالتونو مساویانه حقونو ته درناوی یې له دې بحرانونو د راوتو حللارې یادې کړې دي.
په ورته مهال، د پاکستان نامتو سیاستوال او د حکومت د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي هم وړمه ورځ همدغه خبره په بل ډول کړې او پاکستان یې د بقا او پرځېدو پر پوله ولاړ هېواد یاد کړی.
اڅکزي زیاته کړې: « پر خلکو ښايي ښه ونه لګیږي، خو د یوه سیاستوال په توګه په دې یقیني یم چې پاکستان دا مهال د له منځه تلو او جوړېدو ترمنځ پړاو کې دی. موږ باید خپل ټول فکر او سوچ راټول کړو او هغه لاره وټاکو چې د جوړېدو خواته تللې وي.»
د پاکستان حکومت مخالف ګوندونه او ډلې د رامنځته شوي کاواکه حالت لوی لامل د پوځ زورواکي، لاسوهنې او د ناسمو پالیسیو دوام ګڼي.
دوی وايي، پوځ د حکومت ټول واکونه انحصار کړي، سیاسي احزاب د رایې او فکر د بیان حق نه لري او له پالیسیو سره د لږ مخالفت په صورت کې د سر او مال له زیان سره مخېدای شي.
تازه د پنجاب پولیسیو د دې ایالت اعلی وزیر، سهیل افریدي د برمته کولو هڅه کړې او له څه ځنډ وروسته یې شپه مهال د سړک پر سر یوازې پرې اېښی چې دې کار د تحریک انصاف ګوند او عامو خلکو غوسه پارولې.
ویل کېږي له نوموړي سره ترسره شوی ناوړه چلن د پنجاب ایالت اعلی وزیرې مریم نواز د هغو څرګندونو په غبرګون کې شوی چې په خوا کې پرتې صوبې یې پنجاب ایالت لپاره تر ګاونډیو هېوادونو ګواښوونکې بللې وې.
شواهد ښيي چې په پاکستان کې ناامني، سیاسي اړو دوړ او اقتصادي بې ثباتي ورځ تر بلې پسې د خرابېدو په حال کې دي او دې کار له حکومت څخه د ولس د واټن په زیاتېدو کې مهمه ونډه لرلې.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټوټ راپور له مخې، په دې هېواد کې د ناامنۍ کچه په اګست میاشت کې ۳۸ سلنه لوړه شوې او یوازې په همدې میاشت کې ۳۷۸ کسان په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي.
د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د پاکستان حکومت له ډېرې مودې راهیسې د بې باورۍ په بحران کې ښکېل دی او ولسونه یې فکر کوي چې حکومت یې د دوی د ستونزو غم نه خوري. هرڅومره چې دا باور ډېرېږي، په هماغه اندازه د پاکستان د حکومت حیثیت هم کمېږي.
د دې ترڅنګ، د ناامنۍ او بې ثباتۍ لمن چې پخوا یوازې پر خیبر پښتونخوا او بلوچستان غوړېدلې وه، دا مهال پنجاب ایالت ته هم ننوتې. ټاکل شوې تحریک انصاف ګوند د سپټمبر په ۲۷مه د پخواني لومړي وزیر،عمران خان د خلاصون په موخه پراخ لاریونونه ترسره کړي او پنجاب ته یې وغځوي.
له همدې کبله د پنجاب پولیسو د پوځ په لارښوونه د لاریونونو د احتمالي ناوړه پایلو څخه د مخنیوي په موخه وار دمخه په ورغځېدلو لویو لارو او سړکونو کې کانتینرونه اېښي دي.