Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 متقي د ملګروملتونو سرمنشي له مرستیال مارټيڼ ګریفیټس سره کتلي

متقي: نړیوال دې له اسلامي امارت سره رسمي تعامل وکړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/27

د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې  د افغانستان په اړه د یو نړیوال کنفرانس پرلومړۍ ورځ د  اسلامي امارت بهرنیو چارو  سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ناستې ته وینا وکړه او افغانستان کې یې د خپلې واکمنۍ د لاس ته راوړنو، راتلونکو پلانونو او شته فرصتونو په په اړه خبرې وکړې. 

متقي وايي، اسلامي امارت ټینګ عزم لري،چې افغانستان نور، د سولې، ثبات او اقتصادي همکاریو مرکز شي او په خبره یې افغانستان کې ټيکاو د ټولې سیمې ثبات تضمینولای شي.

د متقي په خبره، د نوي بهرني سیاست یو اساسي رکن اقتصاد محوره دی او افغانستان د سیمې په اقتصادي پرمختګ او ثبات کې مهم رول لري.

متقي زیاته کړه:« اوس د دې وخت را رسېدلی دی،چې افغانستان په عملي ډول د اسیا پر څلور لارې بدل شي. ډاډمن امنیت، ټینګ سیاسي،عزم او شفاف اداري نظام هغه عوامل دي، چې دې هدف ته په رسېدو کې مرسته کوي. افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې ترټولو نژدې او ارزانه لاره  برابروي.» 

متقي یو ځل بیا خپلو ګاونډیانو او نړیوالو ته ډاډ ورکړ،چی د افغانستان له خاورې به دوی ته زیان ونه رسیږي.

متقي وايي، د  امنیت د ورانوونکو پر وړاندې یې د نظام پالیسي روښانه ده او په تېر يوه کال کې یې په عمل کې ثابته کړې.

ازبکستان یو هغه هېواد دی چې داعش په تیره یوه میاشت کې یې په ازبکستان راکیټونه وتوغول،چې دلته متقي وویل،داعش خلاف یې عملیات بریالي وو او هېڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي،چې  د افغانستان له خاورې نورو ته زیان واړوي.

هغه زیاته کړه:« امنیتي او دفاعي ځواکونه د داعش ډلې پرخلاف ښیې لاسته ‌راوړنې لري. په وروستیو میاشتو کې،چې د افغانستان او ازبکستان پر پوله د امنیت د تخریب په موخه کومې ناکامې هڅې وشوې،زموږ امنیتي ځواکونو د پېښې د عاملینو پرخلاف عملیات وکړل. داعش او بلې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړو،چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد کار واخلي.» 

د تاشکند کنفرانس کې د امریکا متحده ایالتو،روسیې او چین سربیره د نږدې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی دی.

دغه نړیوال کنفرانس د افغانستان په تړاو رابلل شوی او کابل ورته د افغانستان اقتصادي پرمختګ نوم ورکړی دی.

 متقي یو ځل بیا له نړیوالو وغوښتل،چې د افغانستان له  دولت سره رسمي تعامل وکړي.

هغه زیاتوي:« موږ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او دوه اړخيزو مشروع ګټو په چوکاټ کې مثبت تعامل ته چمتو يو او د نړۍ له هېوادونو هم غوښتنه لرو،چې په دې برخه کې خپل مسووليت تر سره کړي. همدارنګه د نړۍ پر نورو هېوادونو غږ کوو،چې د افغانستان له اسلامي امارت سره د اوږدمهالو دوه اړخيزو مشروع ګټو د باوري کولو لپاره رسمي تعامل پيل کړي.» 

د تاشکند نړیوال کنفرانس  کې روسیې  او ازبکستان د امریکا له متحده ایالتو غوښتي دي، چې د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ ازاده کړي.

د افغانستان اسلامي امارت وایي،له سیمې او نړۍ توقع لرو،چې د افغانستان د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپله هڅه او مرسته ونه سپموي،  له متحده ایالاتو  یې وغوښل،چې د دوحې په هوکړې عمل وکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist