Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: پاکستان د منځنۍ او سوېلي اسیا لپاره د افغانستان ستراتیژیک ترانزیټي موقیعت له خطر سره مخ  کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/26

د سیاسي چارو کارپوهان وايي،افغانستان چې د اسیا څلورلارې په نوم یادیږي او مرکزي او سوېلي اسیا سره نښلوي، اوس تازه پاکستان هڅې پیل کړي،چې د افغانستان دغه ستراتیژیک  ترانزیټي موقعیت وننګوي.

دوی وايي، د پاکستان دغه وروستۍ څرګندونې چې غواړي،د واخان کورېدور له لارې منځنۍ اسیا ته لار پیدا کړي، د افغانستان ترانزیتي موقیعت له خطرسره مخامخ کوي.

د دوی په خبره، که چیرې پاکستان د واخان کورېدور له لارې له مرکزي اسیا او چین سره وصل شي، ټولې هغه ګټې او اقتصادي موخې به له منځه لاړې شي،چې اوس او یا په راتلونکي کې یې له ترانزیټ له لارې لاسته راوړي. 

د سیاسي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي:« د واخان کارډور اړوند د پاکستان وروستۍ څرګندونې،دهغو هڅو یوه برخه ده،چې دوی په لوی لاس غواړي،د افغانستان د ستراټیژیک ترانیزیټي موقیعت چې د سوېلي او مرکزي اسیا هېوادونو لپاره یې لري،هغه له خطر سره مخامخ کړي. که چیرې پاکستان د واخان کارډور له لارې مرکزي اسیا هېوادونو ته لار پیدا کړي،نو دا به د افغانستان هغه ګټه،چې د ترانزیټ له لارې لاسته راوړي،له خطر سره مخامخ کړي.» 

ځینې بیا وايي،که چیرې پاکستان د واخان کورېدور لاسته راوړي،نو افغانستان به له اقتصادي پلوه په یوه ویجاړ کلي بدل شي.

د  سیاسي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي:« که یو ځل دا کورېدور درنه تیرشو او پنجاب منځنۍ اسیا ته خپله لار پیدا کړه،افغانستان به په یوه کنډواله بدل شي.» 

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي بیا وايي، د پاکستان لپاره دا مهمه ده،چې د واخان کورېدور له لارې ځان منځنۍ اسیا ته ورسوي،خو د اوس لپاره دا هرڅه د یوې شایعې په توګه نشریږي،ترڅو اسلام اباد بیا په راتلونکي په دې تړاو اقدام وکړي.

فرهادي وايي،مهمه ده،چې اوس افغانستان له سیاسي لحاظه ثبات ته ورسیږي او په دغو مسایلو راتلونکې کې تصامیم ونیسي. 

هغه زیاته کړه:«دا د پاکستان لپاره  ډېر مهمه ده،چې مرکزي اسیا ته خپله لار ولري،خو فعلآ دا مسایل چې پاکستان واخان ته رسیدلی، شایعات دي،خو افغانستان باید د ثبات لور ته ولاړ شي او بیا وروسته دا ډول مسایلو باندې بحث او خبرې وشي،چې د هېواد ګټه په کې وي.» 

خو   د  افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا وايي، واخان او د افغان خاورې هره بله برخه  د افغانستان جز ده او دوی به ترې دفاع کوي.

کریمي وايي، د واخان په تړاو چې کومې وروستۍ اوازې خپرې شوي دي،د هغو کړیو کار دی ،چې ماتې یې خوړلي او اوس غواړي په داسې مسایلو د خلکو اذهان مخشوش کړ.

دغه راز کریمي وايي، د واخان کورېدور په تړاو یې له هېڅ لوري سره خبرې نه دي کړي او نه هم داسې کومه مسله له چاسره مطرح شوې ده . 

هغه زیاته کړه:« د واخان په ګډون د هېواد هره نقطه د افغانستان لاینفکه جز ده،په دې برخه کې چې په دې وروستیو کې کومې اوازې او شایعات خپریږي،دهغو عناصرو کار دی،چې ماته یې خوړلې او اوس غواړي،په داسې تبلغاتو د خلکو اذهان مخشوش کړي،په دې برخه کې له هېڅ چاسره نه خبرې شوي او نه هم کومه موضوع راپورته شوې ده او اسلامي امارت د هېواد لوړو او ملي ګټو ته ژمن دی.» 

د افغانستان جیو پولوتیک موقیعت داسې دی،چې د ترانزیټ له پلوه د اسیا دڅلور لارې نوم ورکړل شوی دی او مرکزي او سویلي اسیا سره وصلوي او د افغانستان له لارې ترانزیټ د افغانانو لپاره لوړې اقتصادي ګټې لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist