د چهار شنبې په ورځ د رسنیو په مرکز کې د اسلامي امارت د ویاند له لوري (حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې) په نوم، د دولتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو وروستی کنفرانس ترسره شو.
د حکومت ویاند په دې کنفرانس کې د عامې روغتیا وزارت، چاپیریال ساتنې ادارې، کابل ښاروالۍ او ورزش ادارې د ۱۴۴۷ هـ ق کال لاسته راوړن شریکې کړې.
ذبیح الله مجاهد وایي، عامې روغتیا وزارت په ۱۴۴۷ کال کې د روغتیایي خدمتونو په برخه کې څه باندې ۹۲ میلیونه سراپا خدمات، څه باندې ۲ میلیونه داخل بستر خدمات، ۲۲۸ زره لوی او ۳۸۴ زره کوچني عملیاتونه ترسره کړي دي.
د نوموړي په خبره، په دې کال کې له ۹۹ زره څخه د زیاتو سرطان ناروغانو او له ۲۵ زره څخه د زیاتو روږدو کسانو درملنه هم شوې.
ذبیح الله مجاهد وايي: « تېر کال د هېواد میلیونونه وګړو ته روغتیايي خدمتونو وړاندې شوي دي. په دې خدمتونو کې ۹۹.۸ میلیونه سراپا خدمتونه، له ۲.۱ میلیون څخه زیات داخل بستر خدمتونه، ۲۲۸ زره لوی عملیاتونه او ۳۸۴ زره هم کوچني عملیات، ۷۵ زره هیمودیالېز خدمتونه، له ۸ زرو څخه ډېر د جدي مراقبت خدمتونه، شاوخوا ۲۹۰ زره د امبولانس خدمتونه، له ۸۸ زرو ډېر فیزیوټرافي خدمتونه، له ۲۵ زره ډېرو روږدو کسانو درملنه او له ۹۹ زره څخه ډېرو سرطاني ناروغانو او شاوخوا ۳۰ زره حاجیانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول شامل دي.»
د اسلامي امارت ویاند دغه راز وايي چې په همدې کال کې له ۲.۱ میلیون زیات له پنځو کالو کوچني ماشومان د تغذیې په پروګرام کې شامل شوي دي.
د نوموړي په خبره، د څارنې او پلټنې په برخه کې د دې وزارت له لوري د هېواد په کچه ۱۲۹۵ ټنه غیری قانوني، تاریخ تېر او غیر معیاري درمل، روغتیایي محصولات او خوراکي توکي له منځه وړل شوي.
مجاهد زیاتوي: « په پنځو زور قلمو ډېر درمل ارزول شوي، له ۷ زره ۳۷۲ درملتونونو، ۸۱۱ وارداتي شرکتونو، ۷۴۳ عمده پلورنځیو، ۳۹۰ تولیدي فابریکو او ۳ زره ۳۸۰ خوراکي تولیدوونکو تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوې ده. همدارنګه د پاکۍ ساتنې په موخه د دولتي او خصوصي روغتونونو له ۳ زره ۳۰۰ صنعتي موسسو، سنتي درملتونونو، عطاریانو، حجامت مرکزونو او نورو اصنافو څخه څارنه شوې ده.»
په دې کنفرانس کې د نورو ادارو ترڅنګ، په تېر یوه کال کې د شاوخوا ۱۶ میلیونه مېوه لرونکو او بې مېوې نیالګیو کېنول د چاپېریال ساتنې ادارې د تېر یوه کال لویه لاسته راوړنه وبلل شوه.
د اسلامي امارت ویاند په دې اړه وايي: « په ۱۴۴۷ هـ ق کال د ۱ زر ۷۷۱ انکشافي، صنعتي او تولیدي فعالیتونو او پروژو چاپېریالي اغېزې ارزول شوې دي. د پروژو او فعالیتونو مالکانو ته ۱ زر ۶۱۹ چاپېریالي جوازونه ورکړل شوي. په مرکز او ولایتونو کې له ۲۵ زرو څخه زیات ککړوونکي فعالیتونه تر تفتیش لاندې نیول شوي او د هېواد په کچه شاوخوا ۱۶ میلیونه مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنول شوي دي.»
مجاهد دغه راز د کابل ښاروالۍ د لاسته راوړنو په تړاو وايي چې تېر کال د کابل په ۲۲ ناحیو کې ددې ادارې له لوري، ۲۶۵ زره او ۴۹۶ کیلو ګرامه بې نېټې خوراکي توکي او بې کیفیته د وینځلو مواد راټول شوي او ۱۸۵ زره ۹۲۲ کیلوګرامه تاریخ تېر خوراکي توکي له منځه وړل شوي دي.
ذبیح الله مجاهد وايي: « سلګونه زره کیلوګرامه تاریخ تېر خوراکي توکي او بې کیفیته وینځلو توکي د ښار له مختلفو ناحیو راټول شوي او له منځه وړل شوي دي. همدارنګه د اصنافو ۹۷ زره ۲۹۲ تنه کارکوونکو ته محیط زیستي تعلیمات ورکړل شي او ۵ زره ۵۶۲ اصناف هم د چاپېریالي اصولو نه رعایت کولو له امله تړل شوي دي.»
ذبیح الله مجاهد د دې کنفرانس په پای کې د المپیک بدني روزنې او ورزش ادارې د لاسته راوړنو په تړاو وویل چې په ۱۴۴۷ هـ ق کال کې د کورنیو سیالیو په برخه کې په اوسط ډول هره میاشت د مرکز او ولایتونو په کچه د زرګونه ورزشکارنو په ګډون۴۴۰ انتخابي، مناسبتي او هڅوونکې سیالۍ ترسره شوې دي.
نوموړی وایي، په نړیوالو لوبو کې۲۴۰ افغان ورزشکارانو یاد کال په ۳۲ نړیوالو ورزشي سیالیو کې ګډون کړی چې په ټولییز ډول یې ۶۲ مډالونه ګټلي. د دغو مډالونو له ډلې ۱۵ د سرو زرو، ۱۸ د سپینو زرو، او ۲۹ د برونزو مډالونه دي.