Skip to content
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د برښنا پرچاوۍ له امله ګڼو ستونزو لاس او ګرېوان دي.
دوی وايي،له حکومته غواړي،چط د برښنا پرچاوۍ مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« موږ له لوړپوړو چارواکو غواړو،چې برښنا ته پام وکړي او کابل ښار ته برښنا راپرېږدي. تاسو په جریان کې یاست، یوه ورځ برښنا وي، خو دوه ورځې بیا نه وي. زموږ خپله برښنا نه شته ده. پرون شپه برښنا نه وه، ټول تر سبا پورې وېښ ناست وو. ماشومانو د ګرمۍ له امله چیغې وهلې. هوا ډېره ګرمه ده. د برښنا برخه کې موږ ډېرې ستونزې لرو.»
د برښنا شرکت هم مني،چې د برېښنا پرچاوۍ له امله ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي،خو پر وینا یې د چارو منظم کولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.
افغانستان چې په وارداتي برېښنا متقي دی،ډيری وخت د برښنا ستنو نړیدو له امله یې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وي،چې صنعت کارانو او فابریکه لرونکو ته مالي زیانونه هم اړوي.
د کابل صنعت کارانو ټولنې مشر عبدالجبار ساپی وايي:« د صنعتي پارک لپاره ۱۰ ساعته برښنا بسنه نه کوي،چې له امله یې ستونزو مخ کېږو. مارکېټ له لاسه ورکوو، کارکوونکي له لاسه ورکوو.»
ساپی وايي، له اسلامي امارته غواړي چې د برېښنا ستونزې دحل کړي او کافي اندازه برېښنا دې ورکړي.
په ورته مهال د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي بیا وايي، وارداتي برښنا کې کموالی نه دی راغلی، او یوازینۍ ستونزه دا ده،چې د داخلي برنښا بندونو اوبو سطحه کمه شوې.
میوندي زیاتوي:«یوازینۍ ستونزه دا ده،چې داخلي منابعو تولید کم شوی دی. اوبه وچې شوي دي.»
میوندي وايي، هڅه کوي،د برښنا پرچاوۍ مخنیوی وکړي، خو په خبره یې دوی زیاته برېښنا تولیدي شرکتونو ته ورکوي.
له شااوخوا یوې میاشتې راهیسې په کابل کې او نږدې لسو ولایتونو کې د برښنا پرچاوۍ زیاته شوې او خلکو ته یې ګڼې ستونزې پیدا کړي،خو د افغانستان برښنا شرکت مسوولین وايي، وارداتي برښنا کې کمښت نه دی راغلی او شته ستونزه د کورني برښنا بندونو کې د اوبو کمښت له امله ده.