Skip to content
د پکتیا او پکتیکا ولایتونو لویه لاره د زرمت ولسوالۍ سرکۍ سیمه کې، وړمه ورځ د سیلاب له کبله د څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه .
سیلابونو د لارې د ویجاړۍ تر څنګ زرمت ولسوالۍ کې کرنیزې ځمکې،باغونه او یو شمیر کورونه هم زیانمن کړي او خلک له اسلامي امارته او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.
د زرمت ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« دا سېلابونه داسې مهال راوتلي،چې د خلکو فصلونو ټولو وخت دی. خلکو ته یې ډېر زیانونه اړولي دي. د خلکو کورونه یې وړي، د خلکو غلې یې وړي. د ډېرو خلکو کورونه ویجاړ شوي دي.»
د زرمت ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« تاسو ګورئ! د سېلابونو له امله لاره بنده شوې ده. له حکومته مو هېله دا ده،په کومه لاره،چې اوبه راوتلي، مخنیوي یې وکړي. دا خلک ټول په انتظار دي، سېلابونو سړکونه خراب کړي.»
مرکز ګردیز،احمد ابا، احمدخېل، اریوب ځاځيو او لجې منګل ولسوالیو کې هم سیلابونو زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې، کورونه او هټۍ زیانمنې کړې دي.
د لجې منګل اوسېدونکي وایي،هر څه یې سیلابونو وړي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د لجې منګل ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، باید همکاري ورسره وشي. هغه کوم شیانو مو چې لرل، هغه سېلابونو له منځه یوړول. په خدای هېڅ هم نه دي راپاتې.»
د پکتیا ولایت اطلاعاتو او کولتور مشر خالقیار احمدزی وایي، وړمه ورځ سېلابونو مرکز ګردیز او یو شمیر ولسوالیو کې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي،خو د سر زیان نه لري.
احمدزي زیاته کړې:« سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې.سلګونه جریبه باغونه له منځه تللي او لسګونه کورونه وېجاړ شوي دي. دغه راز د سېلابونو له امله د زرمت ولسوالۍ کې هم خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.»
پیښو ته د رسېدو چارو ریاست مسوولین وايي،د وروستیو اورښتونو له کبله یې بیلابیلو سیمو کې خلکو ته د اوښتو زیانونو سروې پیل کړې او له یو شمیر کورنیو سره مرسته هم شوې ده.