د روسیی ولسمشر، ولادیمیر پوتین له تاجیک ولسمشر امام علي رحمان سره په لیدنه کې ویلي چې مسکو پوهیږي په ګاونډي افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د تاجیکستان اندېښنې څه دي.
پوتین او رحمان د سه شنبې په ورځ په بشکېک کې د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې لیدلي.
د روسیی ولسمشر لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د دغو او نورو امنیتي موضوعاتو په اړه له تاجیکستان سره په نږدې اړیکه کې دی.
د پوتین د خبرو یوه برخه کې راغلي: « موږ په دې پوهیږو چې په ګاونډي هېواد افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د تاجیکستان اندېښنې څه دي. مسکو د دې او نورو امنیتي موضوعاتو په اړه له دوشنبې سره په نږدې اړیکه کې دی.»
پوتین په ورته مهال د روسیې او تاجیکستان ترمنځ د اړیکو په تړاو هم خبرې کړې او د مسکو او دوشنبې ترمنځ اړیکې یې ریښتینې سټراټیژیکه ملګرتیا بللې.
له بلې خوا، تاجیک ولسمشر امام علي رحمان هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې سوداګري، امنیت او بشري همکارۍ په کې شامل دي، د ودې په حال کې بللې دي.
رحمان تمه ښودلې چې د دواړو هېوادونو مشران به د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، پر مهمو سیمه ییز او نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړي.
پوتین او رحمان د افغان- تاجیک ګډې پولې په اوږدو کې د امنیت په تړاو د دوشنبې د اندېښنو په اړه دا خبرې داسې مهال کړې چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې تاجیک پوله ساتو ځواکونو د نشه یي توکو له قاچاق وړونکو سره په نښته کې دوه افغان وګړي ووژل.
دغه دوه افغان وګړي چې د نشه یي توکو د قاچاق هڅه یې کوله، په غیر قانوني توګه د تاجیکستان خاورې ته ننوتي وو. د تاجیک پوله ساتو ځواکونو په خبره، سره له دې چې دوی ته د تسلیمېدو غږ شوی و، خو هغوی ډزې پیل کړې وې.
له دې پېښې وروسته، اسلامي امارت دوشنبې ته ډاډ ورکړ چې د تاجیکستان پولې په اوږدو کې به هېڅ راز پوځي فعالیت ته اجازه ورنه کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري غونډه کې وویل چې له تاجیکستان سره ستونزه حل شوې. د هغه په خبره، تاجیکستان په دې برخه کې امنیتي تدابیر زیاتول غواړي او دوی ورسره کومه ستونزه نه لري.
ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلي: « موږ په دې اړه جلا بحثونه لرل، خو په لنډو کې باید ووایم چې د افغانستان او تاجیکستان موضوع حل ده او افغانستان اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د بل هېواد په ضد وکارول شي. دا چې تاجیکستان خپل امنیتي تدابیر زیاتوي، موږ ته د تشویش وړ خبره نه ده او له دې سره به د هغوی اندېښنې رفع شي.»
که څه هم ښاغلي مجاهد دا پېښه عادي وبلله او ویې ویل چې د اکثریت هېوادونو ترمنځ د ګډو پولو په اوږدو کې منځته راځي، خو تاجیک ولسمشر له ډېره وخته د داسې پېښو په اړه بیا بیا اندېښنه څرګندوي.
د ګډ امنیتي تړون سازمان(CSTO) هم بیا بیا دا مسله را پورته کوي او اوس دغه سازمان غواړي په را روان مني کې له افغانستان سره د تاجیکستان د ګډې پولې امنیت خوندي کولو لپاره نور پوځي وسایل هم ځای پر ځای کړي.
پوښتنه داده چې د تاجیکستان اصلي اندېښنه څه ده او دا هېواد له افغانستانه څه غواړي؟
ځینې شنونکي وايي، په اوس وخت کې پاکستان او تاجیکستان د افغانستان پر وړاندې یو ډول چلن کوي او دواړو هېوادونو د اسلامي امارت مخالفینو ته ځای ورکړی او ملاتړ یې کوي.
د امنیتي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « دا د پاکستان او تاجیکستان دوه مخې لوبه ده چې غواړي په نړیوال سټېج کې د افغانستان د جګړو لپاره لابي وکړي. د افغانستان د نظام مخالفین ساتي، روزنه ورکوي او ملاتړ ورته پیدا کوي. داسې ښکاري چې دوی د افغانستان له ولس، جغرافیا او دولتونو سره دښمني لري.»
د شنونکو په وینا، له ۱۹۹۲ میلادي کال راهیسې چې تاجیکستان له پخواني شوروي اتحاد څخه خپله خپلواکي اعلان کړه، د افغانستان له جغرافیې هېڅ ډول ګواښ سره نه دې مخ شوی.
حتا د تاجیکستان مخالفین چې په افغانستان کې وو، د افغانستان له لوري هڅه وشوه او سوله ییز حل ته سره ورسېدل.
د دوی په خبره، په افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنیدو سره د تاجیکستان پولې امنیت ټینګ شوی، د نشه یي توکو د قاچاق مخنیوی شوی او هېڅ راز ستونزه نه ده پاتې.