Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: که ا مریکا غواړي،چې نړۍ کې ترهګري له منځه لاړه شي پر پاکستان دې فشار راوړي

سپینه ماڼۍ:اسلامي امارت د دوحې تړون  نقض کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/24

د امریکا متحده ایالتو سپينې ماڼۍ پر اسلامي امارت نیوکې کړې،چې د دوحې تړون یې نقض کړی دی او د دغې هوکړې مهم موارد یې نه دي عملي کړي. 

سپینې ماڼۍ ویلي،له ترهګرو ډلو سره پریکون،د ښځوحقونه،د نجونو زده کړې او د ټول شموله حکومت جوړښت هغه مهم موارد دي،چې نه دي پلي شوي. 

خو د افغانستان  اسلامي امارت وار دمخه دغه ادعا رد کړې او ویلي  یې دي،ټولې هغه ژمنې،چې یې د دوحې په تړون کې یې د امریکا له متحده ایالتو سره کړي دي،عملي شوي دي .

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چاته به اجازه ورنه کړي،چې د افغانستان خاوره د امریکا متحده ایالتو او د هغوی د متحدینو پرضد وکاروي او د ښځو او نارینو لپاره د ژوند کولو امن فضاء رامنځته شوې او د ټولو اقلیتونو حقوق خوندي دي. 

مجاهد زیاتوي، د افغانستان کورني مسایلو د افغانانو کار دی او نور هېوادونه باید په کې لاس وهنه ونه کړي. 

مجاهد زیاته کړه:« موږ ټولې هغه ژمنې پرځای کړي دي،چې د امریکا له متحده ایالتو سره مو د دوحې په تړون کې کړې وې.  اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي،چې د افغانستان خاوره د امریکا متحد ایالتو او د هغوي د متحدینو پر خلاف وکاروي. په افغانستان کې د نظام او د ژوند دنورو چارو څرنګوالی د افغانانو مربوط مسایل دي،څرنګه چې اسلامي امارت نه غواړي،د نورو هېوادونو په داخلي موضوعاتو کې مداخله وکړي،همدا ډول له نورو هېوادونو هم غواړي،چې زموږ په کورنیو مسایلو کې مداخله ونه لري او موږ ته د ژوند کولو بڼه راونه ښي.» 

خو د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي،نه یوازې دا،چې د دوحې تړون ځینې موارد افغان لوري نقض کړي دي،بلکې د امریکاهم ددغه تړون ځینې مادې تر پښولاندې کړي دي.

دوی وايي، د تورلیست مسله،چې باید دهوکړې پر بنسټ حل شوې وای،لاهم پرخپل ځای پاتې ده او د اسلامي امارت مشرانو نومونه ترې نه دي لرې شوي. 

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« د طالبانو او د امریکامتحده ایالتو ترمنځ د دوحې تړون ځینې موارد د طالبانو او ځینې موارد د امریکامتحده ایالتو له لوري په عمدي ډول باندې نقض شوي دي. د دغه تړون درېیم بند د طالبانو له لوري نقض شوی دی،چې په هغه کې د زعامت یا د موقت او یاهم د ایتلافي حکومت جوړولو موضوع وه،چې نقض شوه او د امریکامتحده ایالتو له لوري د تورلیست مسله،چې باید سپین شوی وای نقض شوې ده. اوس د  امریکامتحده ایالتو د دوحې تړون نه تطبیق د پلمې په توګه نیولی او غواړي،چې د طالبانو په حکومت کې تغیرات راولي.» 

ځینې نور بیا په دې باور دي،چې د دوحې هوکړه د تیر افغان حکومت، اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ د سولې تړون و او کله چې اسلامي امارت پرټول افغانستان له نظامي پلوه حاکم شو، نو دغه تړون خپل ماهیت او ارزښت له لاسه ورکړی. 

دوی وايي، غوښتنه یې دا ده،چې نړۍ او په ځانګړې توګه امریکا باید له کابل سره دتعامل لپاره پر نویو لارو چارو او شرایطو خبرې پیل کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند  وايي:« کله چې طالبانو د تیر کال اګسټ په ۱۵ مه ټول افغانستان په نظام توګه په زور ونیوه نو د دوحې تړون خپل ارزښت ماهیت او کیفیت له لاسه ورکړ،د دوحې تړون د سولې تړون وو،په هغه صورت کې،چې دلته یو افغان حکومت وو،چې دغه تړون د افغان حکومت طالبانو او نړیوالو ترمنځ یو درې اړخیزه تفاهم وو. دا چې اوس طالبان حاکم دي او بل افغان لوری نشته دی،د دوحې تړون  د عملي کولو په برخه کې لارې چارې او میکانیزم خپل ماهیت له لاسه ورکړی.»  

انګیرنې دا دي،چې اوس امریکا د دوحې تړون د نه تطبیق په پلمه غواړي،چې پر کابل فشار راوړي او له همدې لارې په اوسني حکومت کې د خپلې خوښې تغیرات پر چارواکو ومني. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist