Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې

د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/02

د هرات اوسېدونکي د نفتي توکو په بیو کې د بېساري لوړوالي راتلو له امله شکایت کوي. دوی وایي، په بېساري ډول د نفتي توکو بیو لوړوالي یې ورځنۍ چارې له ستونزو سره مخ کړې دي او د کمزوري اقتصادي وضعیت له امله په لوړه بیه د تېلو پېرلو وس نه لري.

د هرات اوسېدونکی، فضل احمد وايي: « دولت باید پر شرکتونو بشپړ نظارت ولري، ترڅو دوی په خپل سر بيې وضع نه کړي او دغه راز بې کیفیته تېل وارد نه کړي.»

د هرات اوسېدونکی، احمد بلال وايي: « که د تېلو بیې ټیټې شي، هم موږ ته ښه دی او هم شرکتونو ته. موږ مجبور یو په داسې بیه ټیکټونه خرڅ کړو چې لګښتونه مو پوره کړي.»

د تېلو بیو لوړوالي سره هم مهاله، له هرات څخه نورو ولایتونو ته د مسافرو لېږد کرایې هم لوړې شوې دي.

موټر چلوونکي او د ټرانسپورټي شرکتونو مسوولین وایي، د تېلو بیو له بېساري لوړوالي سره نورو ولایتونو ته د مسافرو لېږد کرایو کې هم له ۲۰۰ څخه تر ۴۰۰ افغانیو لوړوالی راغلي.

د یوه ټرانسپورټي شرکت مسوول، نذیر احمد وايي: « که تېل ارزانه شي، کرایې هم ورسره ټیټېږي. دا مهال د نیمروز کرایه ۶۰۰ افغانۍ ده چې له دې وړاندې ۴۰۰ افغانۍ وه. کله چې موږ بس چلوونکو ته وایو چې نیمروز ته لاړ شي، وايي تېل قېمته دي او لګښت نه پوره کوي.»

موټر چلوونکی، جاوېد احمد وايي: « زموږ دولت باید د تېلو قېمت ټیټولو هڅې وکړي. که تېل قېمته وي، ښکاره خبره ده چې کرایه هم ورسره لوړېږي.»

هرات کې د نفت او ګازو دولتي شرکت مسوولین او د سیمه ییزې ادارې ویاند په دې اړه زموږ پوښتنو ځوابولو ته حاضر نه شول.

تېل پلورونکي د روسیې پر نفتي تأسیساتو د اکراین بریدونه او له امله یې د دې هېواد د نفتي زېرمو زیانمنېدل، د تېلو صادرات کمېدل او د ایران او امریکا جګړې له امله د هرمز تنګي تړل کېدل، په نړېواله کچه د نفتي توکو د بیو لوړوالي اصلي لاملونه بولي.

تېل پلورونکی، حمیدالله وايي: « د تېلو بیې لوړېدل مختلف عوامل لري، د مثال په توګه د امریکا او ایران ترمنځ جګړې له امله د هرمز تنګي تړل کېدل او د نفتو د تولید کمېدل.»

تېل پلورونکی، فردوس عظیمي وايي: « تېل ۷۷ افغانۍ وو، خو اوس ۹۰ افغانۍ ته پورته شول. علت دا دی چې د تېلو واردات کم شوي او افغانستان خپله تېل نه لري.»

هرات کې دامهال یو لېټر سوپر پټرول له ۷۵ افغانیو څخه۹۰ افغانیو ته، یو لېټر عادي پټرول ۸۳ افغانیو او یو لېټر ډیزل ۷۷ افغانیو ته پورته شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري
افغانستان

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

سپتمبر 3, 2026
مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري
افغانستان

مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري

سپتمبر 3, 2026
د جمعه خان فاتح له خوا د یوې سنګسار شوې مور زوی د عدالت غوښتنه کوي
افغانستان

د جمعه خان فاتح له خوا د یوې سنګسار شوې مور زوی د عدالت غوښتنه کوي

سپتمبر 2, 2026
انټونیو ګوټرېش او امام علي رحمان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې
افغانستان

انټونیو ګوټرېش او امام علي رحمان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

سپتمبر 2, 2026
شکېب: افغانستان دا نه مني چې د پاکستان نا امني پر افغانستان د برید لپاره بهانه وګرځول شي
افغانستان

شکېب: افغانستان دا نه مني چې د پاکستان نا امني پر افغانستان د برید لپاره بهانه وګرځول شي

سپتمبر 2, 2026
د امریکا یوې محکمې په زور د رحمان الله لکڼوال د اعتصاب ماتولو امر کړی
افغانستان

د امریکا یوې محکمې په زور د رحمان الله لکڼوال د اعتصاب ماتولو امر کړی

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري

مجاهد: افغانستان له امریکا سره ډېپلوماټیکواو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري

سپتمبر 3, 2026
د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې

د هرات خلکو شکایت: د تېلو بیو لوړېدو له امله، ولایتونو ته د تګ راتګ کرایې هم لوړې شوې

سپتمبر 2, 2026
د جمعه خان فاتح له خوا د یوې سنګسار شوې مور زوی د عدالت غوښتنه کوي

د جمعه خان فاتح له خوا د یوې سنګسار شوې مور زوی د عدالت غوښتنه کوي

سپتمبر 2, 2026
انټونیو ګوټرېش او امام علي رحمان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

انټونیو ګوټرېش او امام علي رحمان د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

سپتمبر 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist