په نُسي ولسوالۍ کې د قومندان جمعه خان فاتح د واک او ځواک له پای ته رسېدو سره هممهاله، یو شمېر خلک هڅه کوي چې له دوی سره د شوي زور زیاتي په اړه د عدالت غوښتنه وکړي.
د دې خلکو په منځ کې یو هم مهدي دی چې د خپلې سنګسار شوې مور او شپږ میاشتني ورور لپاره عدالت غواړي.
هغه ادعا کوي چې څلور کاله وړاندې قومندان جمعه خان فاتح یې مور په قصدي او د یوې دسیسې له مخې لومړۍ بدنامه او وروسته سنګسار کړه.
نوموړی دغه کار سنګسار نه بلکې یو پلان شوی قتل بولي او په اړه یې د عدالت غوښتنه کوي.
مهدي په دې اړه وايي: « له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې په دې اړه بیا پوښتنه او څېړنه وکړي. که زما مور ګناه کړې وای، زه خپله د یوه مسلمان په توګه تلم او په ګاڼو مې ویشته، خو دا یوه وژنه وه او زموږ د کورنۍ بدنامولو او د جمعه خان فاتح د نوم ښه کولو لپاره یې وکړل.»
مهدي موږ ته د قومندان جمعه خان فاتح مدرسې ترڅنګ او د امو سیند په غاړه د زړه پټ دردونه راوسپړل.
هغه دردونه چې په تېرو څلورو کلونو کې یې له ډېرې وېرې او ډاره پټ ساتلي وو.
مهدي ادعا کوي چې قومندان جمعه خان فاتح د یوې دسیسې لهمخې د هغه پر مور د بداخلاقۍ تورې پورې کړ او بیا یې د خپلو ملایانو او مفتیانو په مټ مجرمه ثابته او وروسته یې سنګسار کړه.
مهدي وایي، که مور یې ریښتیا هم مجرمه وای، نو لومړنی کس به دی خپله وای چې په خپلې مور به یې د ډبرو ګوزارونه کول.
مهدي زیاتوي: « سنګسار دا نه دی چې لویې لویې ډبرې واخلې او یو انسان په سر پرې وولې. زموږ پیغمبر د سنګسار لپاره لارې ټاکلې دي.»
مهدي دغه راز وایي، مور یې پاک لمنې وه، خو د یوې دسیسې له مخې هغه په داسې ډول سنګسار شوه چې له هېڅ ډول اسلامي اصولو او شریعت سره یې سمون نه درلود.
د هغه په خبره، تر ټولو دردونکې خبره دا وه چې د مور له سنګسار وروسته یې یو شپږ میاشتنی ورور له ډېرې ژړا وروسته ومړ.
نوموړی وایي، شپږ میاشتني ورور یې شپه و ورځ په مور پسې ژړل او ان تر دې چې بلاخره ومړ.
مهدي وايي: « موږ څلور وروڼه وو، خو یو ورور مې په یو کلنۍ او بل هم د مور له وژنې وروسته په ډېرې ژړا مړ شو. زما پلار اوس ۷۰ کلن دی او کار نه شي کولی او د مور له وژنې وروسته په رواني ناروغیو اخته دی.»
د مهدي دردونه د امو سیند په څېر ژور او د بیان وړ نهو. سره له دې چې د خپل ترخه ژوند کیسه یې کوله، خو په څېره کې یې وېره، ډار او بې وسي له ورایه ښکارېده.
نوموړی د هغې شپې کیسه هم کوي چې څنګه قومندان جمعه خان فاتح او ملګرو یې د هغوی کور ته په نیمهشپه ورغلي و او څنګه یې د هغه مور و پلار ونیول.
مهدي په دې اړه وايي: « موږ د شپې ویده وو چې د سهار په څلور بجو زموږ دروازه وټکېده. بیا یې دروازه په لغو راماته کړه او د جمعه خان فاتح کسان را ننوتل. ورپسې خپله جمعه خان او څو ملایان راغلل، زموږ کور یې په زور ونیو او ټیلفونونه یې مات کړل.»
نوموړی ادعا کوي چې د قومندان جمعه خان فاتح ملګرو یو لاس تړلی کس د دوی کور خواته راوړ او د دې دسیسې جوړولو لپاره یې هغه د یوې آلې په توګه وکاروه.
مهدي وایي، د مور او پلار د خلاصون لپاره یې له یو شمېر سپینږیرو کلیوالو هیله وکړه، خو هغوی هم ډارېدل چې هسې نه قومندان جمعه خان یې اولادنه امو سیند ته ور ګوزار کړي.
د ده په خبره، د دې نیونې لا څو ساعته پوره نهو چې د قومندان جمعه خان فاتح مفتیانو د هغه پر مور د سنګسار فتوا صادره او ټول خلک یې هک او پک کړل.
مهدي وايي: « یو بل کس یې راوست چې ولچک یې په لاس کې وو او ویل یې چې زما له مور سره یې نیول دی. بیایې زما مور او پلار هم ونیول او له ځان سره یې یوړل. پلار مې یې زندان ته واچوه او مور مې یې په یوه ساعت کې سنګسار کړه.»
نوموړی له اسلامي امارت غواړي چې د هغه د مور سنګسارېدو قضیه له سره وڅېړي او خلکو ته حقیقت وړاندې کړي.
هغه موږ ته هغه عریضه هم ښکاره کړه چې له اسلامي امارت یې په کې د عدالت غوښتنه کړې وه.
مهدي زیاتوي: « دوی د خپلې ادعا په اړه هېڅ ډول اسناد نه لرل، یوازې د هماغه کس ادعا یې لرله. بیا د ملا نور الحق په نوم کس فتوا ورکړه او سنګسار عملي شو.»
موږ هڅه وکړه چې د مهدي د مور سنګسارېدو پېښه د هغه له کلیوالو سره هم شریکه کړو.
د هغه ډېرو کلیوالو د قومندان جمعه خان فاتح له وېرې په دې اړه خبرې نهکولې، خو د دې کلیوالو په منځ کې یو څو سپینږیری وو چې موږ ته یې د مهدي د مور سنګسارېدو پېښه تایید او دا یې یو تېری او ظلم وباله.
د نُسي یو تن اوسېدونکی وايي: « دوی خلک نیسي او بیا یې کمیسارۍ ته وړي، هلته د فشار په وسیله پرې اقرار کوي چې له کمانډیانو سره یې اړیکې لرلې. دا ښځه یې د پورتني بازار شاته په میداني کې له هر ډول شاهدانو پرته سنګسار کړه. حال دا چې د خدای پیغمبر وايي باید څلور تنه شاهدان پرې تېر کړئ. په زور یې اقرار ترې واخست او بیا یې سنګ باران کړه.»
د نُسي یو بل اوسېدونکی وايي: « تنها یو قتل نه و، یوه بله ښځه له بلخ څخه مېلمنه راغلې وه، بهتان یې پرې وکړ او بیا یې سنګسار کړه.»
هڅه مو وکړه د دې پېښې کیسه د بدخشان مرکز په فیض اباد کې د اړوندو ارګانونو مخ ته کېږدو، خو له ډېرو هڅو سره سره بیا هم بریالي نهشوو.
موږ ښه وګڼله چې د مهدي مور قیضه په کابل کې د سترې محکمې تر چارواکو ورسو.
دلته یوې سرچینې وویل، موږ دغه قیضه وپلټله او هېڅ داسې نښې، نښانې نهشته چې څلور کاله وړاندې دې د بدخشان په نُسی کې کومه ښځه سنګسار شوې وي.
بله خوا، قومندان جمعه خان فاتح ته نږدې سرچینو بیا شمشاد ته منلې چې څلور کاله وړاندې یې د بدخشان په نُسی کې یوه ښځه د بداخلاقۍ په تور سنګسار کړې ده.
قومندان جمعه خان فاتح ته دغه نږدې سرچینه وایي، د سنګسار دا پیښه یې د اسلامي شریعیت په رڼا کې ترسره کړې.