Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا یوې محکمې په زور د رحمان الله لکڼوال د اعتصاب ماتولو امر کړی

د امریکا یوې محکمې په زور د رحمان الله لکڼوال د اعتصاب ماتولو امر کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/02

افغان وګړي، رحمان الله لکڼوال له تیرې جون میاشتې راهیسې په زندان کې د نه خوړلو اعتصاب کړې. د نوموړي د دوسیې څارنوالان وايي، روغتیایی وضعیت یې زیات خراب شوی او ان د مرګ تر بریده رسېدلی.

لکڼوال د امریکا ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژلو او د یوه بل سرتېري د سخت ټپي کولو په تور، له تیرو څو میاشتو راهیسې په توقیف کې دی، خو لکڼوال دا تورونه نه دي منلي او ډېرکله د اوبو له څښلو هم ډډه کوي.

د قاضي له پرېکړې سره سم، د زندان چارواکي کولی شي د لکڼوال د ژوند ژغورلو لپاره ده ته په جبري ډول اوبه او خواړه ورکړي.

د امریکا فډرال قاضي، امیت مهتا د پرېکړې یوه برخه کې راغلي: « د زندان چارواکي کولی شي د لکڼوال د ژوند ژغورلو او د هغه د روغتیايي وضعیت له لا خرابېدو څخه د مخنیوي لپاره، د هغه له خوښې پرته ورته خواړه، اوبه او طبي درمل ورکړي.  لکڼوال ته به په جبري ډول د خواړو ورکول تر هغه دوام ولري چې نوموړی په خپله خوښه بېرته خواړه او اوبه پیل کړي، طبي درملنه ومني او نور یې ژوند له ګواښ سره مخ ونه ګڼلی شي.»

د امریکا د فډرال قاضي دا حکم د اکټوبر میاشتې تر اته ویشتمې نېټې پورې د پلي کولو وړ بلل شوی.

تر دې مخکې، د امریکا د عدلیی وزارت ویلي وو چې رحمان الله لکڼوال د تېرې جولای میاشتې په نهمه نېټه روغتون ته لیږدول شوی.

د عدلیی وزارت د معلوماتو له مخې، لکڼوال له جون میاشتې راهیسې له خواړو خوړلو ډډه کوي چې دې کار یې روغتیايي حالت تر جدي حده خراب کړی.

څارنوالانو هم ویلي چې د خوراک څښاک د بندولو په خاطر د رحمان الله لکڼوال روغتیایي وضعیت ان د مرګ تر کچې خراب شوی.

د امریکايي څارنوالانو د خبرو یوه برخه کې راغلي: « لکڼوال له جون میاشتې راهیسې له خواړو ډډه کړې او د خواړو او اوبو له دوامدارې ډډې کولو سره یې ژوند له جدي او مرګوني ګواښ سره مخ دی.»

رحمان الله لکڼوال باندې تور دی د تېر کال په نومبر کې یې سپینې ماڼۍ ته څېرمه ډزې کړې او له امله یې د امریکا د ملي ګارد غړې سارا بکسټروم وژل شوې او د اندرو وولف په نوم، یو بل سرتېری سخت ټپي شوی.

څارنوالانو لکڼوال په دې هم تورن کړی چې د برید پر مهال یې د مداخلې لپاره د ورغلو دوو نورو امنیتي سرتېرو د وژلو هڅه هم کړې.

خپله رحمان الله لکڼوال پر ده لګېدلي ټول تورونه رد کړي او د بېګناهۍ دعوه یې کړې.

د امریکا عدلیې وزارت ارزونې ښيي چې که لکڼوال مجرم وپېژندل شي، ښايي د اعدام له حکم سره مخ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist