د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه وايي، افغانستان به د شانګهای پلس هغې غونډې ته وبلل شي چې د شانګهای دایمي غړو هېوادونو له سرمشریزې وروسته، بیا هم د قرغېزستان په پلازمېنه بشکېک کې جوړیږي.
د روسیې د ټاس خبري اژانس د دې هېواد د ولسمشر سلاکار، یوري اوشاکوف له قوله ویلي چې په دې غونډه کې به د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو، څارونکو هېوادونو، د خبرو اترو شریکانو او نورو بلل شويو مشرانو ترڅنګ، افغانستان هم ګډون وکړي.
اوشاکوف زیاته کړې: « د غونډې اصلي بحث به د عادلانه نړیوال نظم، څو قطبي نړۍ او د سیمهییزو او نړیوالو همکاریو پر موضوعاتو راڅرخي. په غونډه کې به د سیمې او نړۍ پر مهمو موضوعاتو خبرې وشي. افغانستان به له مغلستان، اذربایجان، ارمنستان، بحرین، مصر، کمبودیا، قطر، کوېټ، لاوس، مالدیف، میانمار، نیپال، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، ترکیې او سریلانکا سره یوځای په دې غونډه کې ګډون وکړي.»
د روسیې ولسمشر سلاکار دا هم ویلي چې د ملګرو ملتونو، د اور آسیا اقتصادي ټولنې(ايياېاييیو)، د ګډ امنیتي تړون سازمان(سياېسټياو) او د خپلواکو ټولګټو هېوادونو(سياواېن) په ګډون د یو شمېر نړیوالو سازمانونو مشران به هم په غونډه کې ګډون ولري.
اوشاکوف زیاته کړې، دا غونډه به د «ملګرو ملتونو د عادلانه نړیوال نظم د بنسټیز عنصر په توګه؛ د څو قطبي نړۍ د رامنځته کولو لپاره د شانګهای پلس هېوادونو ونډه» تر سرلیک لاندې جوړه شي.
د روسیی د ولسمشر سلاکار دا خبره داسې مهال کړې چې د شانګهای سازمان غړو هېوادونو سرمشریزه د سې شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده.
د بشکېک په اعلامیه کې د سیمې د نورو مهمو مسایلو ترڅنګ، په افغانستان کې امن او ثبات د سیمې د امن او ثبات او د اقتصادي ودې لپاره مهم بلل شوی.
په اعلامیه کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو سپارښتنه هم شوې او ویل شوي چې دا ډول حکومت په افغانستان کې د امن او ثبات رامنځته کولو یوازینۍ لار ده.
که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د شانګهای پلس په غونډه کې د ګډون یا نه ګډون په اړه کومه تبصره نه ده کړې او نه یې هم د بشکېک اعلامیې په تړاو کوم غبرګون ښودلی، خو افغان شنونکي بیا دا غوښتنه ناسمه بولي.
د سیاسي چارو شنونکی، توریالی ځاځی وايي: « ما مخکې هم ویلي چې دا ډول غونډې افغانستان ته ګټه نه رسوي. زموږ ولس باید پوه شي چې دا ټول هېوادونه د افغانستان په تړاو مغرضانه سیاست لري، ځکه دوی تر اوسه پورې د افغانستان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. دوی په افغانستان کې د ټولشمول حکومت د جوړېدو غوښتنه نه شي کولی او نه هم ویلی شي چې د سیمې امنیت د افغانستان په امنیت پورې اړه لري، ځکه د سیمې او افغانستان امنیت همدې هېوادونو خراب کړی.»
دا چې د شانګهای پلس غونډه به د ستونزو او مسایلو په حل کې څومره اغېزناکه وي، اوس یې لا په اړه څه ویل ګران دي، خو د ګډون کوونکو هېوادونو ترکیب ته په کتو لا هم خوشبیني شته ده.
د شنونکو په باور، په یاده غونډه کې هم ګڼ شمېر هېوادونه برخه لري او اسلامي امارت کولی شي په دې غونډه کې په ګډون سره، د افغانستان ریښتینی انځور نړۍ ته وړاندې کړي.