Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: سیمه کې د غرب او شرق رقابتي سیاستونو پر وړاندې کابل باید بې پلوه دریځ غوره کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/21

د اوکراین جګړې او د چین ځواکمنې اقتصادي ودې له سیاسي او اقتصادي پلوه پر لویدیځ فشار راوړی او دغو فشارونو یو ځل بیا دې ته  لار هواره کړې،چې نړۍ دوقطبي لور ته ولاړ شي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، ایران ته د روسیې او ترکیې ولسمشرانو،  ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان سفر او سعودي عربستان او اسرائیلو ته د امریکامتحده ایالتو ولسمشر جو بایډن تګ هغه څه دي،چې د نړۍ د دوو زبرځواکو هېوادونو ترمنځ په سیمه کې د رقابتي سیاست ښکارندوي  کوي. 

دوی په دې باور دي،چې د دغو رقابتي سیاستونو له امله نړۍ دوه قطبي کیدو خواته روانه ده،چې د یوه لوري مشري   د امریکامتحده ایالت کوي او  د بل بیا چین او روسیه کوي او په داسې یوه حالت کې کابل باید بې پلوه سیاست غوره کړي.

د دوی په باور په سیمه کې د واشنګټن او مسکو رقابتي سیاستونه دا فغانستان لپاره زیات مهم دي او باید دغه ماسایل له نږدې وڅاري،ځکه افغانستان له سیمې سره په تازه سیاسي او اقتصادي لوبه کې ښکیل کېدونکی دی. 

د پوهنتون استاد محمد ځلاند وايي:«نړۍ بېرته  د دوه قطبي کیدو پر لور روانه ده. یوه لور ته غرب د امریکامتحده ایالتو پر مشرۍ باندې، بل خوا ته د چین او روسیې پر مشرۍ باندې شرقي هېوادونه  دي،په دې کې د افغانستان لپاره ترټولو مهمه داده،چې نا پیلی سیاست ولري او غوره یې کړي.» 

د سیاسي چارو کارپوه بلال فاطمي وايي:« امریکا ځي اسرائیلو او سعودي ته او په دې منطقه کې پوټین او ترکیه راځي،ایران ته  دا ټول  هغه سیاسي رقابتونه دي،چې په منطقه کې موجود دي،خو دا د افغانستان لپاره ډېر مهم دي او افغانستان باید دغه مسایل په ډېر دقت باندې وڅیړي او تعقیب یې کړي،ځکه له موږ سره روسیه ایران او پاکستان په منطقه کې راسره لوبه کې دي، نه امریکا او اروپا.» 

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی بیا وايي، د امریکا له متحده ایالتو او روسیې دا تمه غلطه ده،چې د افغانستان په ګټه به کار وکړي،دغه هېوادونه خپلې ګټې پالي او د افغانستان په څېر واړه هېوادونه د دوی د ګټو ښکار دي.

نیازی وايي، اړینه دا ده،چې کابل د دوی له خپل منځیو رقابتي سیاستونو له زیان ځان وساتي. 

هغه زیاته کړه:«له پوتین او بایډن دا تمه نه شي کیدای،چې دافغانستان په ګټه دې کار وکړي،ځکه دوی ته تل خپلې ګټې مهمې دي او  د خپلو ګټو په لټه کې دي او د افغانستان په څېر واړه هېوادونه تل د دوی د ګټو ښکار ګرځیدلي دي او ګرځي.» 

له هغې وروسته،چې د امریکامتحده ایالتو ولسمشر جو بایډن اسرائیلو او سعودي عربستان ته سفرونه وکړل او ظاهرآ یې په ځينو برخو کې ورسره تړونونه لاسلیک کړل،نو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په سیمه کې د امریکا متحده ایالتو مخالف هېواد ایران ته سفر پیل کړ او د ترکیې ولسمشر هم تهران ته ورغلی،چې د درې واړو هېوادونو مشرانو پرمهمو سیاسي،اقتصادي او پوځي موضوعاتو خبرې کړې دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist