Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

فېسبوک د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون رسمي پاڼې تړلي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/21

د فېسبوک ادارې د افغانستان ملي رادیو ټلوېزیون(آر.ټي.ای) پښتو او دري فېسبوک پاڼې تړلې دي.

د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون مشر احمدالله وثیق وايي،پر فیسبوک د دغې ادارې پښتو او دري رسمي پاڼې او د انسټګرام اکونټ د فیسبوک ادارې تړلي دي.

وثیق د فیسبوک ادارې دا ګام، د ټولو رسنیزو اصولو او بیان ازادۍ خلاف کار بللی دی.

وثیق زیاته کړه:«د ملي راډیو ټلوېزیون پښتو او درې فیسبوک  او انسټاګرام پاڼې د فیسبوک ادارې له لوري د نامالومو دلایلو له امله تړل شوي دي. د فیسبوک ادارې دا کار د ټولو رسنیزو اصولو او د بیان ازادۍ خلاف عمل دی. ملي راډیو ټلوېزیون یو ملي بنسټ  دی، د ملت غږ او د خلکو رسنۍ ده او یوازې هغه څه په کې خپرېږي،چې ولس یې غوښتنه کوي.» 

وثیق د  فیسبوک له ادارې غوښتي، چې رسنیزو اصولو ته په پام د بیان ازادۍ ته ژمن پاتې شي او د ملي راډیو ټلوېزیون پاڼې  دې خلاصي کړي.

هغه زیاته کړه:« ملي راډیو ټلوېزیون د خلکو رسنۍ په توګه،چې تل یې د خلکو غږ ته پوښښ ورکړی دی، پر خپل درېځ ټېنګار کوي او د فیسبوک له ادارې غواړي، رسنیزو اصولو ته په پام سره د بیان ازادۍ ته ژمنه پاتې شي او د ملي راډیو ټلوېزیون ټولنیزې پاڼې دې ژر تر ژره خلاصې کړي.»  

دا پاڼې نږدې یوولس میاشتې د اسلامي امارت په واک وې،چې وروستیو کې د ملي راډیو ټلویزیون له لوګو د افغانستان درې رنګه بېرغ پاک او لوګو یې بدله شوه، چې هغه وخت یې د ټولنیزو رسینو فعالانو غبرګونونه  هم را وپارول.

د ملي راډیو ټلویزیون سره هم مهاله د باختر دولتي اژانس فیسبوک پاڼه هم تړل شوې ده. 

باختر خبري آژانس  د فیسبوک ادارې له لوري په دغه کار نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا کار د ازادۍ سلبول دي. 

یاد آژانس زیاته کړې:«  باختر خبري اژانس د اطلاع رسونې ۸۲ کاله مخینې په لرلو، د فیسبوک ټول اصول او قوانین په نظر کې نیولي او یوازینی هدف یې پر وخت، دقیق او هر اړخیزه اطلاع رسونه ده. د فیسبوک دغه کار له افغانانو د ازادۍ حق اخېستلو په مانا ده. هیڅ څوک یا اداره نه شي کولای،چې افغانستان کې ازادي سلب کړي، نو د باختر خبري اژانس رهبري له فیسبوک ادارې غواړي،چې رامنځته شوې ستونزه ژر حل کړي.» 

اوس به ولیدل شي،چې د فیسبوک اداره، د ملي راډیو ټلویزیون او باختر اژانس د رهبرۍ غوښتنو باندې غور کوي،بې ځوابه یې پریږدي او که تړلي اکاونټونه بېرته خلاصوي؟

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist