Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هلمند کې پر راستنو شویو کډوالو غنم وېشل شوی، خو هغوی د سرپناه غوښتنه کوي

هلمند کې پر راستنو شویو کډوالو غنم وېشل شوی، خو هغوی د سرپناه غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/01

د هلمند کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست وايي، د راستنېدونکو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه، د  شاوخوا ۲۴۷ ټنه غنمو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

د مسوولینو په خبره، دغه مرستې اړمنو او تازه راستنو شویو کډوالو ته وېشل کېږي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس، مطیع الله اغا وايي: « د ریاست الوزرا مقام له خوا ۲۴۷ ټنه غنم د مهاجرینو لپاره منظور شوي دي. دلته مهاجرین پر دوو کټه ګوریو وېشل شوي، هغوی چې فامیل یې له درېیو تر اتو کسانو وي چې دوی ته دوه پارسله غنم ورکول کېږي او بل هغوی چې فامیل یې له اتو تنو ډېر وي، څلور پارسله غنم ورکول کېږي.»

بله خوا، راستنېدونکي کډوال د غنمو له وېش خوښ دي او وايي، په اوسنیو اقتصادي شرایطو کې دا ډول مرستې ورسره د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوي، خو له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې له دوی سره نورې مرستې هم وکړي.

راستون شوی شاه ولي وايي: « موږ د دې مرستو ډېره مننه کوو، کور یې ودان. موږ له ایرانه راغلي یو او دلته کاروبار نه لرو. زموږ توقع دا ده چې له موږ سره نورې مرستې هم وشي. دغه راز، موږ د استوګنې ځای نه لرو او نه یې هم د کور جوړولو لپاره ځای راکړی.»

راستون شوی عبدالرازق وايي: « موږ له دې مرستو خوښ یو. زموږ شاوخوا داسې کسان شته چې د ماښام ډوډۍ وس نه لري.»

یو شمېر راستانه شوي کډوال بیا  د ژمي په را رسېدو سره د دې اندېښنه لري چې په ساړه موسم کې به څنګه وکولی شي  مناسبې سرپناه او با ثباته عاید ته لاسرسی ولري. دوی له حکومت د خپلو ستونزو د حل غوښتنه لر ي.

تازه راستون شوی کډوال، عجب ګل وايي: « دا مرستې ښې دي، خو موږ سرپناه ته اړتیا لرو. ما دوې کوټې اچولې دي، د یوې سر مې پټ کړی او د بلې لا لوڅ دی. تېر ژمی مو پر دښته تېر کړی، خو سږ ژمی د سرپناه تمه لرو. دا ځل یې دوې بوجۍ غنم او تېر ځل یې لس زره افغانۍ راکړې وې.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین  د راستنو شویو کډوالو د ستونزو هواري په موخه هغوی  ته د یوه نوي ښارګوټي جوړولو خبر ورکوي .

د مسوولینو په خبره، په دې ښارګوټي کې راستنو شویو ته د ځمکو نمرې وېشل کېږي او ورسره به شاوخوا ۱۰ زره کورنیو ته د استوګنې زمینه برابره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist