د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي په استانبول کې د دې ښار د سوداګرۍ خونې له مشرتابه سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په اړه خبرې کړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس، سید کریم هاشمي په دې لیدنه کې د سوداګریزو پلاوو د تګ راتګ، ګډو پانګونو او د افغان او ترکي سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.
په دې ناسته کې د استانبول د سوداګرۍ خونې له لوري د دواړو خونو ترمنځ د همکاریو د هوکړه لیک د طرحې او لاسلیک وړاندیز هم شوی او د افغانستان په «امام ابوحنیفه» ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه یې منلې ده.
دواړو لورو د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د منظم او دوامدار چوکاټ پر جوړولو ټینګار کړی.