Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د مخکېني دولت ولسي جرګې غړو آنلاین ناستې پيل کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/20

د افغانستان مخکېني دولت له سقوط،کابو یو کال وروسته، د ولسي جرګې ځینې مخکینيو غړو انلاین ناستې پیل کړي دي .

د یادې جرګې د دارالانشاء مخکینی مشر عبدالقادرځاځی وايي،ولسي جرګه اوس هم خپل نړیوال مشروعیت لري او د نړیوالو پارلمانونو ټولنه یې پر رسمیت پیژني.

ځاځی وايي،له دوی سره شااوخوا دمخکینۍ جرګې یوثلث غړي په دغو ناستو کې ګډون کوي او هم نظره دي.

هغه زیاته کړه:« د نړیوالو پارلمانونو ټولنه کې اوس هم که تاسو یې ویب سایټ ته مراجعه وکړئ، د افغانستان ملي شورا برحاله ده او غړیتوب یې لري.» 

د ولسي جرګې ځینو پخوانیو غړو،چې اوس له هېواده بهر دي انلاین ناستې یې پیل کړي او د ناستو ترتیب یې داسې دی،چې په اوونۍ کې به درې ورځې رسمي انلاین ناستې ولري. 

ځاځي وايي:«  د اوس لپاره اوونۍ کې درې ځلې،لکه څنګه چې  پخوا به درې ورځې تالار وه، زموږ وړاندیز هغه وه. دا چې استازي څه کوي، د اوونۍ یوه ورځ ناسته کوي، دوه ورځې یې کوي، درې ورځې یې کوي، دوه ساعته یې کوي، یو ساعت یې کوي، دا بیا د دوی صلاحیت دی.» 

پر دغې جرګې نیوکې دي،چې دجمهوریت پرمهال چې پوره صلاحیت او قانوني مشروعیت یې درلود ،ستونزې یې حل نه‌ شوې کړای او اوسنۍ ناستې یې د ولس او هېواد پر ګټه نه دي.

د سیاسي چارو شنونکې مریم معروف آروین وايي:«له بده مرغه تېرو شلو کلونو کې چې څنګه فرصت برابر شوی وو، د خلکو استازو ونشو کولی،د مقننې قوې په توګه خپل مسوولیت د هېواد او خلکو پر وړاندې ادا کړي.»  

د مخکینۍ ولسي جرګې ځينې غړي،چې نه غواړي نومونه یې واخېستل شي،شمشاد ته یې وویل،د پخوانیو وکیلانو د انلاین ناستو د ترتیب ترشاه د ځینو کړیو او افرادو شخصي ګټې پرتې دي. 

دوی وايي،دا ناستې نه یوازې دا چې د افغانستان پر ګټه نه دي،بلکې لاهم نړۍ ته د تیر جمهوریت هغه مخ ورښکاره کوي،چې د اداري فساد تورونه پرې وو او د فساد په برخه کې د نړیوالو شک په یقین بدلوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist