Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/01

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي، په افغانستان کې له اړمنو افغانانو سره نړیوالې  بشري مرستې محدودې او کمې شوې دي چې له امله یې میلیونونه خلک په خورا ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.  

اوچا د افغانستان په ختیځ کې د تېر کال ویجاړونکې زلزلې اغېزمن شوي په سخت بشري وضعیت کې بللي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې یې مالي ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر مشره، امې مارټېن وايي: « ژمی ډېر رانږدې دی، نو بشري ملاتړ یوازې سلګونه کورنیو ته چمتو شوی، له لنډ مهالو سرپناوو دایمي سرپناوو ته لېږد، د خلکو د خوښۍ سبب کېږي. دا مرستې لا هم ډېرې کمې دي او زیاتو مرستو  ملاتړ ته اړتیا ده. د دې لنډ مهالو سرپناوو اوسېدونکي اوس نه شي کولی خپلو اصلي مېنو ته ور وګرځي.»

د ملګرو ملتونو اړوند بشري مرستندویه بنسټونه په افغانستان کې د اقلیمي بدلون ناوړې اغېزې، د زلزلو پراخ زیانونه، له ګاونډیو هېوادونو د میلیونونو افغان کډوالو را شړل او د کاري فرصتونو کمښت، هغه عمده لاملونه ګڼي چې افغانان یې بېړنیو بشري مرستو ته اړ کړي دي.

په ورته مهال، شنونکي وايي اوسمهال چې افغانستان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او د بېروزګارۍ کچه هم تر یوې کچې لوړه ده، د نړیوالو بشري مرستو کمښت به بشري وضعیت نور هم سخت کړي.

دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو کې خپلې مالي همکارۍ ونه سپموي.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « د نړیوالو سازمانونو موجودیت او د هغوی بشري مرستې که څه هم بشردوستانه دي نه اقتصادي، بیا هم ډېر اهمیت لري. دا اهمیت یې هم له سیاسي پلوه دی، هم له اقتصادي او اجتماعي پلوه. دا مرستندویه سازمانونه افغانستان له نړۍ سره نښلوي او دوی کولی شي د افغانستان خبرې نورې نړۍ او د نورې نړۍ افغانستان ته ورسوي.»

د ملګرو ملتونو د موندنو پر بنسټ، اوسمهال نږدې ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ دي چې له ډلې یې نږدې ۱۵ میلیونه په بېړني بشري وضعیت کې دي او دغه راز، د دې سازمان اړوند د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) هم تېره اوونۍ راپور ورکړی چې په افغانستان کې د بشري وضعیت له خرابېدو سره اوسمهال ۳.۷ میلیون ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او ترکیې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی
افغانستان

افغانستان او ترکیې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

سپتمبر 1, 2026
سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم
افغانستان

سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سپتمبر 1, 2026
د کانګرېس غړي: له افغانستانه د ځواکونو ایستل د امریکا په تاریخ کې شرموونکې پېښه وه
افغانستان

د امریکا پوځي حضور پای ته رسېدو پنمځه کالیزه؛ اسلامي امارت یې بريمنه ورځ ګڼي

سپتمبر 1, 2026
د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي

اگست 31, 2026
ګردېز کې سلګونه کورنیو ته د برېښنا رسولو پروژه بشپړه شوه
افغانستان

ګردېز کې سلګونه کورنیو ته د برېښنا رسولو پروژه بشپړه شوه

اگست 31, 2026
کابل ښاروالي: دا مهال د ښار په کچه ۲۱۲ پروژې تر کار لاندې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: دا مهال د ښار په کچه ۲۱۲ پروژې تر کار لاندې دي

اگست 31, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او ترکیې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

افغانستان او ترکیې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

سپتمبر 1, 2026
ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

سپتمبر 1, 2026
سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سپتمبر 1, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
د کانګرېس غړي: له افغانستانه د ځواکونو ایستل د امریکا په تاریخ کې شرموونکې پېښه وه

د امریکا پوځي حضور پای ته رسېدو پنمځه کالیزه؛ اسلامي امارت یې بريمنه ورځ ګڼي

سپتمبر 1, 2026
د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي

د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي

اگست 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist