Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کانګرېس غړي: له افغانستانه د ځواکونو ایستل د امریکا په تاریخ کې شرموونکې پېښه وه

د امریکا پوځي حضور پای ته رسېدو پنمځه کالیزه؛ اسلامي امارت یې بريمنه ورځ ګڼي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/01

پوره پنځه کاله وړاندې په همدې ورځ د ۲۰۲۱ کال داګسټ په ۳۱ مه د امریکا وروستی عسکر چې د ټوپک شپیلۍ یې د ځمکې پر لور وه، سترې نظامي الوتکې ته پورته شو او له افغانستانه ووت. له دې سره په افغانستان کې د امریکا شل کلن پوځي حضوري او یرغل پای ته ورسېد.

اسلامي امارت وايي، د اګسټ ۳۱ مه چې په افغانستان کې د اشغالګرو ځواکونو د پوځي حضور پای ته رسېدو سره برابره ده، د افغانانو لپاره له ویاړ او برم ډکه ورځ ده.

د حکومت ویاند وايي، په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور او اشغال پای ته رسېدو ورځ له ځان سره بېلابېل پیغامونه لري.

ذبیح الله مجاهد وايي: « دا ورځ له ځان سره ګڼ پیغامونه لري. اول دا چې د افغانانو شهامت نتیجه ورکړه او هغه څوک تل بریالي کېږي چې په الله(ج) متکي وي، د جهاد او قربانۍ لاره نیسي. دویمه خبره دا ده چې زموږ ملت ته یې د یوویشتمې پېړۍ د یوه با شهامته ملت ثبوت وړاندې کړ چې موږ اشغالګر نه شو منلی او د خپل هېواد ازادي راته مهمه ده. درېیم دا چې هر متجاوز ته یې دا پيغام بیا ورکړ چې که څوک زموږ پر هېواد تجاوز وکړي، له دې ډول برخلیک سره به مخ کېږي. د دې ورځې په پایله کې افغانانو ګڼ فرصتونه لاسته راوړل، اسلامي حکومت واکمن شو، سرتاسري سوله او ثبات راغلل او اشغال پای ته ورسېد.»

په ټوله کې باور دا دی چې امریکا او متحدان یې د افغانستان له اشغال سره سم، د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ شول او دلته یې د شل کلن پوځي حضور ناکامي د وېتنام له ماتې هم ستره ده.

د پوځي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « امریکایان چې په کوم فکر افغانستان ته راغلي وو، د هغه خلاف یې خپل اشغال د افغانانو د نفرت باعث وګرځاوه. ښايي له وېټنام وروسته د امریکا تر ټولو ستره ناکامې د افغانستان جګړه او د افغانانو نفرت خپلول وي. همدا لامل دی چې دوی په خپلو بحثونو کې په دې اړه ضد او نقیضې خبرې کوي.»

دا چې امریکا د خپل شل کلن پوځي حضور پرمهال افغانستان ته څه ورکړل، د عامو افغانانو له خولې یې اورو.

افغان وګړی محمد اکبر صدام وايي: « زه عیني شاهد یم چې په هلمند کې دوی د شپې چوپانان په شهادت ورسول. دوی په هېڅ ډول ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو هم رحم ونه کړ.»

د اشرف نیازي په نوم یو بل کس وايي: « کوم ظلمونه او وحشتونه چې امریکایانو په تېرو شلو کالو کې په افغانستان کې وکړل، نه انګرېزانو وکړل، نه روسانو او نه هم کوم بل دولت. دوی په شینوارو کې په واده بمبار وکړ او ټولې نړۍ ولیدل چې په نکریزو سره لاسونه په خاورو کې پراته وو. په فراه کې یې پر واده بمبار وکړ، په جلال اباد کې یې د بمونو مور استعمال کړ. امریکا دلته داسې وسلې وکارولې چې هېچا نه وې کارولې.»

د دوی په خبره، امریکا په افغانستان د خپل شل کلن حضور پرمهال سلګونه زره بېګناه خلک ووژل، کورونه یې ویجاړ کړل او همدا راز یې د افغانستان اقتصادي بنسټونه له منځه یوړل او اوس باید افغانستان ته د اړولو زیانونو، تاوان ورکړي.

اشرف نیازی وايي: « دوی باید موږ ته غرامت راکړي، ځکه زموږ وطن یې ویجاړ کړی، زموږ اقتصاد یې ځپلی او زموږ خلک یې وژلي دي.»

محمدي ګل ابراهیمي وايي: « امریکایانو زموږ ملت تیکه تیکه کړ، موږ له دوی تاوان غواړو. دوی زموږ د بېګناه خلکو وینې تویې کړې.»

د ۲۰۰۱ کال داکټوبر میاشتې په اومه نېټه، امریکا پر افغانستان یرغل وکړ او لومړني امریکايي ځواکونه د اروزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې له چورلکو پلي شول او افغانستان یې اشغال کړ، خو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې په ۳۱ مه نېټه د وروستي امریکايي سرتېري، کرېسټوفر ډوناهول په وتلو سره، په افغانستان کې د امریکا شل کلن یرغل او پوځي حضور پای ته ورسېد.

د دې شل کلنې جګړې د تلفاتو په تړاو کره او رسمي ارقام لاهم د رسنیو په واک کې نه شته، خو هماغه مهال چې امريکايي ځواکونه له افغانستان ووتل، د براونډ په نوم د امریکا یوه څېړنیز مرکز د افغان جګړې د تلفاتو قسمي ارقام خپاره کړل چې په خبره یې، ۶۶ زره د جمهوریت سرتېري په کې وژل شوي، ۵۱۱۹۱  تنه د اسلامي امارت ځواکونه، ۴۷۲۴۵ عام افغانان، ۲۴۴۸ امریکايي عسکر، ۳۸۴۶ د امریکا قراردادي عسکر، ۱۱۴۴ د ناټو غړو هېوادونو عسکر، ۴۴۴ د مرستندویه بنسټونو غړي او ۷۲ خبریالان وژل شوي.

د راپورونو له مخې، د دې جګړې د ټپیانو شمېر د وژل شویو کسانو دوه برابره دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او ترکیې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی
افغانستان

افغانستان او ترکیې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

سپتمبر 1, 2026
ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو
افغانستان

ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

سپتمبر 1, 2026
سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم
افغانستان

سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سپتمبر 1, 2026
د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي

اگست 31, 2026
ګردېز کې سلګونه کورنیو ته د برېښنا رسولو پروژه بشپړه شوه
افغانستان

ګردېز کې سلګونه کورنیو ته د برېښنا رسولو پروژه بشپړه شوه

اگست 31, 2026
کابل ښاروالي: دا مهال د ښار په کچه ۲۱۲ پروژې تر کار لاندې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: دا مهال د ښار په کچه ۲۱۲ پروژې تر کار لاندې دي

اگست 31, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او ترکیې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

افغانستان او ترکیې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

سپتمبر 1, 2026
ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

سپتمبر 1, 2026
سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سپتمبر 1, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
د کانګرېس غړي: له افغانستانه د ځواکونو ایستل د امریکا په تاریخ کې شرموونکې پېښه وه

د امریکا پوځي حضور پای ته رسېدو پنمځه کالیزه؛ اسلامي امارت یې بريمنه ورځ ګڼي

سپتمبر 1, 2026
د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي

د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي

اگست 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist