Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا شپږو ولسوالیو کې خلک مخابراتي چوپړتیاوو ته لاسرسی نه لري 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/19

په سویل کې د پکتیا مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست مشر نصیرالله هجرت وایي، د دغه ولایت زرمت،شواک،ګرده څېړۍ،وزې ځدراڼ او لجه منګل هغه ولسوالۍ دي،چې اوسېدونکي یې له تیرو ۲۰ کلونو راهیسې له مخابراتي چوپړتیاوو بې برخې دي.

هجرت وایي،د دغو سیمو د پوښښ هڅې یې پیل کړي او یو شمیر شرکتونو ورسره د مخابراتي پایو د لګولو ژمنې کړي دي. 

هجرت زیاته کړه:« زرمت او یو شمېر نورو ولسوالۍ کې مخابراتي خدمات نه شته دی او که وي، کم دي. دلته خلک زیات دي. دا خبره موږ له مرکز سره شریکه کړې.» 

نصیرالله هجرت وايي، تیرو لسو میاشتو کې یې له ۱۹ تخریب شویو مخابراتي پایو ۱۵ رغولي او بېلابېلو سیمو کې یې پنځه نوې مخابراتي پایې فعالې کړي دي. 

هجرت زیاته کړه:« مرکز ګردیز، احمدخېلو ولسوالۍ  کې مو پایلې فعاله کړې. د سلام مخابراتي شرکت پایې یې رغولي او بیا فعاله شوې. اوس یې خدمات روان دي.» 

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ مشر هجرت وايي، پکتیا کې په بشپړ ډول د نا ثبت شویو سیم کارتونو د پلور مخه نیولې او هغه زرګونه سیم کارتونه یې را ټول کړي،چې په ناقانونه ډول پلورل کیدل. 

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست وایي،تیرو ۱۰ میاشتو کې یو شمیر هغو ولسوالیو کې انټرنیټي خدمتونه پیل کړي،چې مخکې یې اوسېدونکې ترې بې برخې ول. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist