Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د ۱۲ تنو افغان وګړو په ګډون، یوه ډله پناه غوښتونکي افریقا ته شړلي

امریکا د ۱۲ تنو افغان وګړو په ګډون، یوه ډله پناه غوښتونکي افریقا ته شړلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/31

اسوشیټېد پرس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت، یو ډله پناه غوښتونکي چې شمېر یې دقیق نه دی په ډاګه شوی، له دې هېواد څخه یوه افریقايي هېواد ته لېږدولي دي.

په راپور کې زیاته شوې، په دغو کسانو کې دولس تنه افغانان، اته تنه ایرانيان او یو شمېر نیپاليان او د نیکاراګوا هېواد اتباع شامل دي.

راپور کې زیاته شوې، د یادو پناه غوښتونکو لېږدوونکې الوتکه تېره ورځ د «مرکزي افریقا جمهوریت» پلازمېنې «بنګوي» ښار کې کښته شوې.

 په دې ډله کې د خلیل په نوم یو تن هغه افغان هم شامل دی چې ویل کیږي د کورنۍ غړي یې په تېر نظام کې د امنیتي او دفاعي ادارو په اډانه کې له امریکايي ځواکونو سره همکار پاتې شوی او تر دې وړاندې د امریکا یوې محکمې هغه ته د خوندیتوب او نه ډيپورټ کېدو امر ورکړی و.

د اسوشیټېد پرس په راپور کې زیاته شوې: « د امریکا متحده ایالتونو د شنبې په ورځ د افغانانو په شمول په دې هېواد کې مېشت یوه ډله پناه غوښتونکي مرکزي افریقا جمهوریت ته استول شوي چې په کې یو هغه افغان هم شامل دی چې ورور یې تر دې وړاندې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره همکار پاتې شوی و.»

له دې ډلې د پاتې افغان پناه غوښتونکو د هویت په تړاو راپور کې نور څه نه دي ویل شوي.

همدارنګه، ویل کیږي د ټرمپ ادارې د پټو هوکړو له مخې تر دې وړاندې هم ګڼ پناه غوښتونکي په جبري ډول درېیمو هېوادونو ته لېږدولي چې دغه کار دننه په امریکا کې د بشري حقونو او د پناه غوښتونکو مدافع سازمانو له نیوکو سره مخ شوی.

د کډوالو د حقونو چارو مدافعان د امریکا حکومت دا کړنه له قانوني تشې او نیمګړتیا څخه د ټرمپ د ناوړه ګټنې په مانا بولي.

په امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو مدافع بنسټ(افغان ایواک) د امریکا د مدني ازادیو ټولنې او د بشري حقونو اړونده مدافع ادارې یاد افریقايي هېواد ته د پناه غوښتونکو لېږدول تایید کړي دي.

د کډوالو حقونو فعال عبدالرازق عدیل وايي: « درېیمو هېوادونو ته د افغان پناه غوښتونکو او د امریکايي ځواکونو د پخوانیو همکارانو اخراج، د خپلو عملیاتي همکارانو له ملاتړ څخه د یوه ابر قدرت د حقوقي او اخلاقي ارزښتونو ښکاره شاتګ دی. له امریکا یا ناټو سره د افغانان همکارانو په اړه تر ټولو غوره او عادلانه سیاست دا دی چې دوسیې یې په فردي توګه وڅېړل شي.»     

واک ته د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بیاځل رسېدو سره سم، نوموړي امریکا کې د پناه غوښتنې پروسه د پخوا په پرتله لا ډېره پېچلې کړې او پر وړاندې یې ګڼ خنډونه رامنځته کړي.

دا داسې مهال ده چې تر دې څو اوونۍ وړاندې ځینې امریکايي سناتورانو کانګرس ته د افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب حالت طرحې وړاندې کولو ته چمتووالی ښودلی و.

د دې طرحې له تصویبېدو سره تر ۲۰۲۹زېږدیز کال پورې په امریکا کې هغو افغانانو ته د کار قانوني جواز او د هغوی د پناه غوښتنې قضیو ته د رسېدنې فرصت ورکول کېده چې دامهال د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist