Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاکستان کې افغان خبریالانو د افغان کډوالو په تړاو د کاناډا دولت وروستیو څرګندونو ته غبرګون  وښود

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/19

 افغغانستان کې د اسلامي امارت واک ته له رسیدو سره سم، کاناډا د افغان کډوالو د منلو پروګرام پیل کړ. لومړي وزیر جسټن ټروډو په رسمي ډول اعلان وکړ،چې ټولټال ۴۰ زره افغانانو ته به پناه ورکړي. 

خو اوس د یاد هېواد د ګډوالو چارو وزارت وزیر شان فریزر ویلي، د ۱۸ زره  افغان پناه غوښتونکو قضیې یې څیړلي او تر دې د زیاتو کسانو د منلو وړتیا نه لري. 

هغه زیاته کړې:« موږ په دې هېواد کې د ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکو د منلو پروګرام تړو. تر اوسه پورې مو د ۱۸ زرو افغانانو غوښتنلیکونه څېړلي دي،خو د کاناډا دولت د دې پروګرام د نورو کسانو د منلو او کاناډا ته د استولو توان او ظرفیت نه لري.» 

د کاناډا د دولت دغې پریکړې په درېیمګړو هېوادونو کې پاتې افغانان خواشیني کړي دي. پاکستان کې منتظر خبریالانو په یوه پریکړه لیک کې ویلي، د دوی ژوند له ګواښونو سره مخ دی او د دندې او هېواد پريښودو ته اړ شوي دي.

پاکستان کې یو تن افغان خبریال وايي:« له کومې چې طالبانو پر افغانستان واک موندلی، د بیان او رسنیو ازادۍ په ګډون ټول دیموکراتیک ارزښتونه زیانمن شوي دي. له هغه مهاله د ۷۰ سلنه رسنیو فعالیت درېدلی دی، سلګونه خبریالان د طالبانو له لوري له تاوتریخوالي سره مخ شوي او ګواښل شوي. که چېرته خپلې دندې پرېنږدي نو وبه وژل شي.» 

اسلام اباد کې بند افغان خبریالان وایي، له څو میاشتو راهیسې منتظر دي،چې قضیو ته یې ځواب وویل شي. 

هغوی پر ټولو هغو هېوادونو او ټولنو د مرستې او همکارۍ غږ کړی دی،چې په دې برخه کې یې د مرستو ژمنې ورسره کړې وې.  

پاکستان کې افغان خبریال ببرک دروېش وايي:« دلته خبریالان هغه غوښتنې،چې له نړیوالې ټولنې او د پاکستان له حکومته یې لري، په همدې موخه راټول شوي دي. نړیوالې ټولنې   او په ځانګړي ډول هغو هېوادونو چې له افغانستان یې د ژورنالیستانو د اېستلو ژمنه کړې وه.  دوی ( ژونالیستان) دلته له میاشت، میاشتو راهېسې بې برخلیکه پراته دي.» 

پاکستان کې افغان خبریاله نادیه ګلاب زاده وايي:« څه باندې نهه میاشتې کېږي،چې دلته اسلام اباد کې یم او پرته له دې چې د خبریالانو ملاتړو بنسټونو له لوري حمایت شم، دلته اوسم. نن دا لاریون هم د همدې لپاره دی،چې د خبریالانو کېسونو ته رسېدنه وشي او تر هغې به زموږ اعتراض دوام ولري،تر څو چې مو کېسونو ته رسېدنه نه وي شوې.» 

د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې داسې مهال افغان خبریالان لاریون کوي،چې په دې وروستیو کې ترکيې، ایران او د سیمې نورو هېوادونو ته هم د رسنیو ګڼ شمیر کارکوونکي له بد اقتصادي وضعیت او نورو لاملونو له کبله کډوال شوي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist