Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اتریش د افغان کډوالو په اړه د جرمني له پرېکړې هرکلی وکړ

د اسلامي امارت یو پلاوی له جرمني د افغان پناه غوښتونکو په ستنولو کې همکارۍ ته ورغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/30

د جرمني بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د اسلامي امارت د پلاوي موجودیت تایید کړی او وايي، د سفر اساسي موخه یې د یو شمېر نورو افغان وګړو  ستنولو ته د چمتوالي نیول دي.

د دې وزارت په وینا، دغه پلاوی یو لنډمهاله تخنیکي ملاتړ کوونکی ټیم دی چې په راتلونکې کې د یو شمېر هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره د الوتنو اړین اداري او کونسلي ترتیبات برابروي.

د «ان‌ډي‌آر» د راپور له مخې، پلاوی اوس مهال د برلین په ګرونېوالډ سیمه کې د افغانستان په سفارت کې مېشت دی او تمه ده چې راتلونکې اوونۍ بن او مونیخ ښارونو ته هم سفر وکړي.  بن او مونیح دواړه هغه ښارونه دي چې افغانستان په کې کونسلګرۍ لري.

د جرمني «ان‌ډي‌آر» راډیو ټلوېزیون د راپور یوه برخه کې راغلي: « جرمني په جدي جرمونو د محکومو شویو افغان وګړو د بېرته ستنولو  د شمېر زیاتولو هڅې کوي. د جرمني حکومت مخکې ویلي وو چې غواړي په کابل کې له چارواکو سره د عملي ترتیباتو له لارې افغانستان ته د افغانانو د ستنولو بهیر بیا پیل کړي، سره له دې چې جرمني لا هم اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.»

بله خوا، اسلامي امارت هم د دوی د پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویلي. له دې مخکې هم د اسلامي امارت یوه پلاوي بروکسېل ته سفر کړی و او هلته هم تر ډېره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې شوې وې.

همداراز راپور کې ویل شوي چې تېر کال د اسلامي امارت استازو جرمني ته د یوه جلا هدف لپاره سفر کړی و، ترڅو د افغانستان د پخواني جمهوري نظام له لوري ټاکل شوي ډېپلوماټان بدل کړي.

که د برلین سفارت او بن کې د کونسلګري فعالیتونو ته وکتل شي، نو اسلامي امارت لا د مخه خپل دوه ډېپلوماټان ټاکلي دي.

د راپور له مخې، اوس دوه اسلامي امارت ‌پلوه ټاکل شوي ډېپلوماټان په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن کې کونسلګرۍ ګې چارې په عملي ډول سمبالوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist