Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لاوروف: اسلامي امارت دې د ټولګډونه حکومت برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي

لاوروف: امریکا افغانستان کې د خدمت په ځای پر خپل پوځي حضور تمرکز درلود

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/30

د نورو وروسي چارواکو ترڅنګ، د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف هم امریکا تورنه کړې چې په افغانستان کې یې د خدمت کولو، بیارغونې، افغانانو ته د عادي ژوند برابرولو او په دې هېوا کې د جګړې پای ته رسولو په ځای، د خپل پوځي حضور پر دوامداره ساتلو تمرکز درلود.

لاوروف له یوې روسي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، د ۲۰۰۱ زېږدیز کال سپټمبر له پېښو وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړې پر بنسټ نړیوال ایتلاف رامنځته شو  او روسیه هم چمتو شوه چې له دې ایتلاف سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلي: « د نړیوال ایتلاف اصلي هدف په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول او افغانانوته د عادي ژوند زمینه برابرول وو، خو امریکا دغو موخو ته د رسېدو په ځای، افغانستان کې د خپل پوځي حضور د دوام پرېکړه وکړه او تر ۲۰۲۱ کال پورې یې خيل پوځي حضور وساته.»

د چارو یوشمېر شنونکي بیا د لاوروف څرګندونې تر ډېره د روسیې له سیاسي لیدلوري سره تړلې بولي. دوی وايي، زبرځواک هېوادونه د خپلو ګټو پر بنسټ نړیوالې اړیکې پالي چې بیا د تقابلاتو پر مهال په نړیواله کچه د یو بل ناکامۍ هم بربنډوي.

د سیاسي چارو شنونکی، ډاکتر معین ګل څمکنی وايي: « د لاوروف خبرې پرځای دي او هغه حقیقت دی چې افغانان اوس هم ورسره لاس په ګرېوان دي. امریکا اوس هم افغانستان په اقتصادي او سیاسي انزوا کې ساتلی. موږ هیله لرو چې د چین او روس په څېر هېوادونه په دې برخه کې همکاري وکړي، ترڅو افغانستان بیا ځل د نړیوالې ټولنې غړی شي.»

شنونکي باور لري چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ایتلاف شل کلن حضور بې له ناکراریو پرته بل څه په میراث پرې نه ښودل او د قدرت وړې جزیرې یې جوړې کړې چې د کورنۍ جګړې بیا پیلولو لپاره یې زمینه برابروله.

د نړیوالو اړیکو کار پوه،  ډاکټر سمیرانګار وايي: « افغانستان شل کاله د امریکا او ناټو تر اشغال لاندې و او ورځ تر بلې د جګړې لمنه پراخېده. مانا دا چې په افغناستان کې بهرنۍ نسخې نتیجه نه ورکوي او نه هم پوځي حضور د امنیت او ثبات لامل کېږي. حل لاره دا ده چې دلته اسلامي نظام تطبیق شي.»

روسیه اوسمهال له اسلامي امارت سره رسمي اړیکې لري او د مسکو او کابل ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو  پیاوړي کولو لپاره د دواړو لوریو ترمنځ په ګڼو برخو کې ژمنې شوې، خو امریکا لا تراوسه د هر ډول رسمي اړیکو او ډېپلوماټیک تعامل څخه انکار کړی او په کابل کې هر ډول  ډېپلوماټيک حضور یې د یو لړ وړاندیز شویو شرایطو پر بنسټ بللی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist