Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پوتزل: د افغان نجونو پر مخ دې د ښوونځيو دروازې پرانېستل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/17

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او په افغانستان کې یوناما سرپرست مشر مارکس پوتزل ننګرهار ولایت ته  تللی او هلته یې  د له والي او نورو مسوولینو سره لېدلي دي. 

پوتزل له والي او نورو مسوولینو سره تر لېدنو وروسته د یوه خبري کنفرانس پر مهال،د روغتیا،بیارغونې،بیځایه شویو،کډوالۍ، زده کړو  او بشري حقونو په برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي  او په دې برخو کې شته ستونزې چې له چارواکو یې واوریدلې له اړوند مرستندویه ارګانونو سره شریکې کړي . 

پوتزل وايي،د افغانان نجونو د زده کړو موضوع نړیوالو او ملګرو ملتونو ته  با ارزښته ده او  ښوونځي باید پرانېستل شي،چې دا  د نړیوالو له مرستو لپاره زمینه برابروي.

هغه زیاته کړه:« کابل کې پر چارواکو  غږ کوم،چې پراختیایي برخې باندې دې ډېرې پیسې ولګوي. ملګرو ملتونو د پراختیایي پرواګرام له لوري  افغانستان کې د افغانستان لپاره یو وجهي صندوق جوړ کړی  دی،چې په کې ۱۰۰  میلیونه ډالر ولایتونو او ولسوالیو ته ځانګړي شوي دي.» 

پوتزل وايي، نړیوالې ټولنې په تېر کې پراخه مرستې وکړې،خو سم نظارت یې نه دی شوی او پر ځای نه دي لګول شوي.

دغه راز پوتزل وايي،له سیاسي بدلون وروسته نړیواله ټولنه باوري نه ده،چې زیاتې مرستې وکړي، ځکه اندیښنې لري،چې پر ځای به ونه لګول شي ، خو د ملګروملتونو اداره کوشش کوي، چې هغوی مرستو ته چمتو کړي.

هغه زیاته کړه:« نړیوال بانک هم د افغانستان پراختیايي صندوق له لارې ډېرې پیسې د  افغانستان لپاره ځانکړې کړي دي او دا پیسې باید لا زیاتې شي او ښوونې برخې باندې تمرکز زیات شي. زه خبر شوی یم،چې ښوونځي د جوړیدو په حال کې دي او نجونې هم باید د هلکانو په څېر ښوونځیو ته ولاړې شي.» 

په ورته وخت کې پوتزل وايي، د افغانستان اسلامي امارت باید د خبرو په دې لړۍ کې چې له امریکا سره یې د بانکي اسانتیاوو په تړاو پیل کړې، له نرمښته کار واخلي،ترڅو د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې شي . 

هغه زیاته کړه:« د اګست له ۱۵  مخکې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې له لورې زیاتې پیسې راتلې،چې نړیواله ټولنه یې په سم ډول لګولو کې ناکامه وه او د فساد برخه ګرځېدلې وه،نو ځکه اوس نړیواله ټولنه زړه نا زړه ده او د هغې تیروتنې د تکرار له وېرې مرستې نه کوي.» 

د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخوند بیا وايي، د خلکو ستونزې یې د ملګرو ملتونو  له استازي سره شریکې کړې.

اخوند زیاته کړې،د نجونو د زده کړو په اړه به د مشرتابه پریکړې ته ګوري او هغوی چې هر ډول پریکړه وکړي،دوی به یې عملي کړي . 

ملګرو ملتونو په  بار بار له نړیوالې ټولنې د افغانانو لپاره مرستې وغوښتې،چې یو شمیر هېوادونو د بشري ناورین او لوږې د مخنیوي لپاره پراخه مرستې وکړې، خو د دې ادارې د وروستیو راپورونو له مخې لا هم د نړیوالو مرستې بسنه نه کوي او دې لپاره چې خلک د لوږې او بیوزلۍ له دې سخت پړاو ووځي ،د مرسته کوونکو هېوادونو لا زیاتو  همکاریو ته اړتیا ده.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist