د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي او د کاري پرمختګ په برخه کې یې په هرات ولایت کې د نل لیکې غځولو په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي.
له ترکمنستان څخه د ګازو را لېږدولو د دې د ټول۱۵۳ کیلومټره مسیر له جملې ۱۴۵ کیلومټره هموار شوی، ۱۲۰ کیلومټره نللیکه غځول شوې او ۱۲۸ کیلومټره د څارنې سړک جوړ شوی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي،۵۱ کیلومټره نللیکه هم تر ځمکې لاندې خښه شوې او ټاکل شوې چې د د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړه شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي: « د پروژې د ۱۵۳ کیلومټره مسیر له برخې ۱۴۵ کیلومټره مسیر هوار او چمتو شوی، ۱۲۰ کیلومټره نللیکه غځول شوې، ۱۲۸ کیلومټره د څارنې په موخه سړک جوړ شوی، د نللیکې خښولو لپاره ۸۷ کیلومټره جر کیندل شوی او ۵۱ کیلومټره نللیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده او دغه راز د پروژې لومړي کمپ ته د ۱۰۶ کیلومټره نل لیکې پیپونه هم انتقال شوي دي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت په هرات کې ولایت کې د ټاپي نل لیکې د ګازو وېشنې لپاره د یوې شبکې د جوړو خبر هم ورکړی او وايي، د دې شبکې د ډیزاین کارونه پيل شوې او ټاکل شوې چې نږدې راتلونکي کې یې ساحوي کارونه هم پیل شي.
همایون افغان په دې اړه وايي: « دغه راز، د ترکمن ګاز په مرسته په هرات ولایت کې د ګازو د وېش شبکې د ډیزاین کارونه پیل شوي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې یې ساحوي کارونه هم پیل شي. تمه ده چې په هرات ولایت کې د ۲۲ کیلومټره په اوږدوالي او د ۲۰ اېنچه په قطر سره، د یوې فرعي نللیکې د جوړولو چې په ورځ کې د ۸.۸ میلیونه او په کال کې د ۳.۲ میلیارده متر مکعبه ګازو د وېش او تنظیم ظرفیت ولري، د رغونې چارې ژر پیل شي.»
د یادونې وړ ده چې د دغې سترې پروژې چارې به د هرات په ولایت کې د ۲۰۲۶ میلادي کال تر پای پورې بشپړې او ګټه اخستنې ته وسپارل شي.