Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بریټانیا وسله وال پوځ مشر: اړتیا نه شته افغانستان کې مو پر ځواکونو د لګېدلو تورونو په اړه څېړنې وکړو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/17

بي بي سي اوونۍ وړاندې  په یوه راپور کې ویلي ول،چې د بریټانیا ځانګړو ځواکونو افغانستان کې  د تېرې شل کلنې جګړې په لړ کې لسګونه ملکې افغانان وژلي دي. 

راپور کې وړاندې راغلي،چې ځینې زندانیان پرته د محکمې له حکم اعدام شوي او ګڼ شمیر ملکي کسان په هوایي بریدونو کې قصدا وژل شوي دي. 

د دې راپور له خپریدو سره سم د بښنې نړیوال سازمان د شویو ادعاوو په  اړه د پلټنو غوښتنه وکړه،خو د بریتانیا پوځ دغه تورونه بې‌ اساسه  بولي او په کلکه یې ردوي.  

د بښنې نړیوال سازمان د راپور یوه برخه:« د بښنې نړیوال سازمان افغانستان کې د ماموریت پر مهال د بریټانیا ځانګړو ځواکونو خلاف د لګول شویو تورونو په اړه کره څېړنې غواړي،چې قربانیانو سره عدالت او سرغړوونکو سره حساب وشي. بریټانیا مکلفه ده،چې سملاسي د دوی پر ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو د لګېدلو تورونو په اړه څېړنې پیل کړي او هر بریټانوي وګړی چې فردي جرمي مسوولیت ورګرځي، باید بریټانیا کې د عدالت میز ته کېنول شي.» 

په افغانستان کې د بریټانیا د ماموریت پرمهال د دغه هېواد د وسله وال پوځ مشر  جنرال سر ډېوېډ ریچارډز و.

جنرال سر ډېوېډ ریچارډز چې اوس له دندې لرې شوی دی، د راپور خپریدو سره سم یې ویلي،که چیرې اوس هم مسوول وای، ان به يې په دې تړاو څېړنې کړې وې. 

هغه زیاته کړې:« د دې څېړنې قانع کوونکي اړخ ته په کتو سره که زه اوس هم د پوځونو مشر وای، د دې پېښو د پلټنو امر مې کاوه. زه هېڅ شک نه لرم،چې د پوځونو اوسنی مشر به داسې کوم کار وکړي.» 

بل خوا د بریټانیا د پوځ اوسني مشر امیر البحر ټوني رادکین بیا ویلي،په دې اړه یې څېړنې کړي او داسې هېڅ کوم څه یې نه دي موندلي،چې په خپور شوي راپور کې ادعاوې ثابتې کړي او اړتیا نه شته چې په دې برخه کې دې څېړنې وشي. 

راداکین زیاته کړې:« موږ د پولیسو دوې خپلواکې پلټنې وکړې او دا دواړه دې پایلې ته ورسېدې، چې داسې څه نه دي شوي او د دغو جرمونو د تعقیب لپاره د پام وړ ثبوتونه نه شته دی. که بي بي سي نوي ثبوتونه موندلي وي،موږ به یې وګورو او دې موضوع ته به له سره کتنه وکړو.» 

اخوا د بریټانیا پارلمان هم د ملکي وګړو د وژنو او جنګي جنایتونو د څېړونو په تړاو یوه اعلامیه لاسلیک کړې او له دولته یې غوښتي دي،چې باید خپلواکې څېړنې وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان بیا ویلي ول، که د بریټانیا دولت دې کار ته تیار نه وي،نړیواله محمکه به یې وڅېړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist