د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا د داعش خراسان د دوو مهمو مشرانو په اړه د معلوماتو په بدل کې دا جایزې داسې مهال اعلان شوی چې دا ډله په افغانستان کې ځپل شوې او پاتې کسان یې پاکستان ته تښتېدلي دي.
امریکا د عدالت لپاره د جایزې پروګرام له لارې د داعش خراسان د یو مهم مشر عبیدالله په اړه د معلوماتو په بدل کې لس میلیونه امریکايي ډالر او د دې ډلې د مشر ثناء الله په اړه د معلوماتو په بدل کې د اتو میلیونو ډالرو جایزې اعلان کړی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، عبیدالله چې په صلاح الدین او مولوي رجب هم پېژندل کېږي، د داعش خراسان څانګې د بریدونو په پلان جوړولو کې مرسته کوي، د ترهګریزو بریدګرو ډلو مشري او د دې ډلې د الصديق دفتر له لارې د مالي چارو په تنظیم کې هم رول لري.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا د خپرو شویو معلوماتو یوه برخه کې راغلي: « الصديق دفتر د داعش یوه سیمهییزه څانګه ده چې په اسیا کې د داعش د فعالیتونو څارنه او د دې ډلې د بېلابېلو څانګو او شبکو مالي ملاتړ کوي. دا دفتر تر ډېره له نړیوالو مرستو او د داعش له مرکزي شبکې څخه ترلاسه کېدونکو پیسو څخه تمویل کېږي او د مجازي شتمنیو له لارې د بهرنیو عملیاتو او بریدونو لپاره پیسې لېږدوي.»
د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي، عبیدالله پورې تړلو کسانو د ۲۰۲۴ میلادي کال په مارچ کې د روسیی د کروکوس سیټي هال د موسیقۍ په تالار برید کې ۱۴۵ کسان ووژل.
داعش خراسان څانګې د افغانستان د یو شمېر خونړیو بریدونو مسوولیت هم منلی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت دویمه جایزه چې اته میلیونه امریکايي ډالر کیږي، د داعش خراسان د ډلې د مشر شهاب المهاجر په اړه د معلوماتو په بدل کې اعلان کړې.
شهاب المهاجر چې په ثناءالله غفاري هم پېژندل کېږي، د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې د داعش مرکزي مشرتابه لهخوا د داعش خراسان څانګې د مشر په توګه ټاکل شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، داعش خراسان څانګه په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي.
خو اسلامي امارت وايي، داعش یې په افغانستان کې ځپلی او اوس د دې ډلې پاتې کسان ټول په پاکستان کې دي او هلته ورته د پاکستان د پوځ له خوا کمپونه او روزنیز مرکزونه جوړ شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « د داعش د خراسان څانګې مشر، شهاب المهاجر او د ده نږدې همکاران لکه عبدالحکیم توحیدي، سلطان عزیزي، عزام او د داعش له مرکزي څانګې سره د اړیکو تنظیموونکی او په اصطلاح د مکتب صدیق مسوول، صلاح الدین رجب د پاکستان په خاوره کې موجود او پټ دي.»
د ملي دفاع وزارت بیا په څو جلا جلا عملیاتو کې له ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته د داعش په مرکزونو بریدونه وکړل او له منځه یې یوړل.
کتونکي بیا دغو مسایلو ته په کتو نړیوالو ته سپارښتنه کوي چې په پاکستان کې دغو مرکزونو ته متوجه شي، ځکه پاکستان یې په سیمه کې د خپلو اهدافو لپاره کاروي.
ځینې شنونکي بیا د امریکا بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره جایزې پروګرام له لارې اعلان شویو جایزو ته په اشارې وايي، امریکا دې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او ښايي یادو نغدي جایزو ته په کتو یې ور وسپاري.
د سیاسي چارو شنونکی، اخترمحمد راسخ وايي: « پاکستان په دې لوبه کې پنځوس کاله لوبېدلی او د همدې ډول جګړه مارو او ترهګرو ډلو په جوړولو کې کافي تجربه لري. کله چې دوی دا ډول پروژې جوړوي او داسې اشخاص مطرح کوي او بیا چې پر دغو اشخاصو قېمت کېښودل شي، پاکستان خپله دغه کسان نیسي او په امریکا یې خرڅوي.»
امریکا په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د داعش خراسان څانګه د بهرنیو ترهګرو ډلو په لېست کې شامله کړه.
د دې اقدام په پایله کې په عمومي توګه امریکایي وګړي له داعش خراسان څانګې سره له هر ډول مالي او معاملاتي اړیکو منع شول.
همداراز، له داعش خراسان څانګې سره په قصدي ډول مادي ملاتړ یا سرچینې برابرول او یا د داسې ملاتړ د برابرولو هڅه او توطیه هم جرم ګڼل کېږي.