Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

شمع هدایت ښوونځي کې چاودنه د چا له خوا، څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/27

موږ له خپلې کاري ډلې سره هغه خصوصي ښوونځي ته ورغلي یو چې څو ورځې وړاندې په کې چاودنې لسګونه زده کوونکي ټپیان کړل.

د ٬٬شمع هدایت،، په نوم دا ښوونځی د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند په مهدیه ښارګوټي کې د استوګنیزو کورونو په منځ کې واقع دی چې ډېری زده کوونکي یې د همدې شاوخوا سیمو د لومړنیو یا ابتدائیه زده کړو کم عمره ماشومان دي.

موخه دا ده چې وپلټو دا پېښه څنګه او څه ډول رامنځته شوه؟

د پېښې سیمې ته له وررسېدو وروسته د ښوونځي د انګړ منظره ښيي چې چاودنه سپکه وه او له همدې کبله شاوخوا کسانو او ونو ته یې جدي زیان نه دی پېښ کړی.

الهام چې له تېرو څو کلونو راهیسې په همدې ښوونځي کې په تدریس بوخت دی، د پېښې عیني شاهد دی او په وینا یې، په هغه ورځ د چاودنې له ځای یوازې څو ګامه لرې وو.

الهام زیاتوي: « کله چې زده کوونکي منظم شول، زه په نمانځه ولاړ وم چې انګړ کې چاودنه وشوه. ومې لیدل چې یو شمېر زده کوونکي ژوبل شوي او هره خوا پراته دي.»

که څه هم دې پېښې څو ورځې د زده کړو ورځنی بهیر ټکنی کړی و؛ خو اوس په دې ټولګيو کې د زده کوونکو او ښوونکو غږونه او حضور د زده کړو د بیا پيل خبر ورکوي.

د ښوونځي مدیره چې د ورځنیو چارو د تنظیم مسووله هم ده وايي، د زده کړو ځنډېدلی بهیر تېره ورځ بیاځلې پیل شوی او دا مهال زده کوونکي بېرته ټولګیو ته راستانه شوي.

کامله رحیمي زیاتوي: « د تېر په څېر مو درسونه بېرته پيل کړي او نن ورځ هم له غرمې مخکې او هم وروسته زده کوونکي راغلي دي. موږ تمه لرو چې خپل درسونه له تېر څخه هم په غوره او له انرژۍ ډګه بڼه پيل کړو.»

هڅه مو دا ده چې د هغه زده کوونکي کور ته هم ورشو چې د « اګایس یا صم صم» په نوم زړه مرمۍ یې په تېروتنه ښوونځي ته وړې وه؛ ترڅو یې هم له روغتیايي وضعیت ځان ډاډه کړو او هم ترې په دې اړه خپله وپوښتو.

له څه ځنډ وروسته د امنیتي مسوولینو په مرسته یې لومړی پلار مومو چې له ښوونځي څو کوڅې هاخوا د خوراکي توکو وړوکی دکان لري او له همدې لارې د خپلې کورنۍ نفقه برابروي.

علي سردار چې چاودنې په ښۍ او کیڼه پښه دوه ځایه ټپي کړی، له پېښې او روغتون ته تر لېږدول کېدو دوه ورځې وروسته کور ته راوړل شوی.

دی چې د پنځم ټولګي زده کوونکی دی، کورنۍ یې دوه کاله وړاندې له غزني پلازمېنې کابل ته راګډه شوې او دامهال د زده کړو ترڅنګ کور ته نږدې په کلي کې له درزي سره د کالیو ګنډلو د زده کړې په برخه کې شاګردي کوي.

ټپي شوی زده کوونکی، سردار علي د پېښې په اړه وايي: « زه ښوونځي ته تلم چې میدان کې مې دا مرمۍ پیدا کړه، جېب کې مې واچوله او ښوونځي ته مې یوړه. د تفرېح پرمهال مې خپل ټولګیوال ضیاء ته وښوده، هغه راته وویل چې دا مرمۍ ده.»

پلار یې د نوموړي روغتیايي حالت ښه بولي او وايي، ډاکټرانو یې د پښو وړې چرې ایستلې دي او اوس یوازې دومره کولی شي چې د بل په مرسته په پښو ودریږي.

د سردار علي پلار تقي وايي: « د ده له بدن یې پارچې و ایستلې، خو لاهم ټپي دی او د بل په مټو تر تشناب پورې ځي.»

د اتلسمې امنیتي حوزې مسوولین وايي له پېښې تر خبرېدو وروسته یې په اړه څېړنې پیل کړې او د تحقیقاتو په پای کې دوی ته هم څرګنده شوه چې چاودنه د سردارعلي نومي زده کوونکي د بې غورۍ له کبله رامنځته شوې.

د یادې حوزې مسوولین ردوي چې ګڼې دغه پېښه دې په شعوري او په جرمي بڼه په قصدي ډول رامنځته شوې وي.

د اتلسمې امنیتي حوزې د کنټرول آمر حمدالله حماس وايي: « موږ په دې اړه ډېرې څېړنې وکړې، هم مو د ښوونځي له ګارد، مدیرانو او هم ښوونځو پوښتنې وکړې. زموږ پوښتنه دا وه چې زده کوونکو دا مرمۍ څنګه ښوونځي ته داخله کړه؟ د ښوونځي ګارد وویل چې بې معاشه کار کوي او د تلاشۍ واک هم نه لري بلکې دا کار د زده کوونکو له خوا کېږي. د ښوونځي یوه ښوونکي هم دا مرمۍ له ماشوم سره لیدلې وه، خو وايي نه یې پېژندله چې دا مرمۍ ده او چاودنه کوي.»       

د شمع هدایت په ښوونځي کې دغه چاودنه د روانې اګست میاشتې په ۱۷مه نېټه مازدیګر مهال وشوه چې له وخت وروسته د دویمې دورې زده کوونکي رخصت شوي و او کور ته د تلو په حال کې و.

په دې پېښه کې ټولټال ۵۳ تنه ټپیان شوي چې په کې ۳۰ تنه یې د پېښې په لومړنیو ساعتونو او پاتې نور دوه ورځې وروسته له روغتونونو رخصت شوي.

هغه مهال د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړی صندوق یا یونیسف، نړیوالو بشري سازمانونو او ګڼو هېوادونو له اسلامي امارت څخه په دې اړه د پوره څېړنو غوښتنه کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist