Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مزار شریف کې حضرت علي «رض» ته منسوبې روضې بیا رغونه پیل شوه

مزار شریف کې حضرت علي «رض» ته منسوبې روضې بیا رغونه پیل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/26

د مزارشریف په زړه کې یو زرغون تاریخي جومات چې له پېړیو راهیسې د خلکو د عقیدې، درناوي او تاریخي روایتونو کوربه دی، هماغه روضه ده چې په ولسي او تاریخي روایتونو کې حضرت علي کرم‌الله وجهه ته منسوبه ده.

لرغوني ابدات د یوه هېواد د تېر تاریخ او تمدنونو ژوندي روایتونه دي. هره تاریخي ابده د تېر وخت یوه پاڼه ده چې په خپلو دېوالونو کې د نسلونو د ژوند، فکر او هنر نښې خوندي ساتي.

له دې ډلې یوه هم مزار شریف کې حضرت علي «رض» ته منسوبه روضه ده چې ځینو برخو ته یې په تېره زلزله کې زیانونه واوښتل.

د دې تاریخي ودانۍ د ساتنې او بیا رغونې چارې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني له لوري د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې چې تر دوو کلونو به بشپړې شي.

د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو رییس، ګل ولي بدري وايي: « د دې کار لپاره ۴۰ میلیونه بودیجه تخمین شوې چې تخنیکي کارونه به یې د برکتزي شرکت او سراج الدین حقاني د تخنیکي ټیم له خوا ترسره کېږي.»

د قرار دادي شرکت مسوول، محمد عابد برکتزی وايي: « د دې روضې ځینو برخو ته د زلزلې له امله زیانونه رسېدلي وو، نو خلیفه صاحب دا پرېکړه وکړه چې دا ځای بېرته ترمیم شي.»

د بلخ د تاریخي شالید او لرغونو ابداتو ارزښت ته په کتو، په دې اړه غونډه کې د تاریخي ودانیو او لرغونو اثارو د ساتنې، پالنې او بیارغونې پر اړتیا هم ټینګار وشو.

مسوولینو له پانګوالو هم وغوښتل چې د بلخ د لرغوني میراثونو خوندي ساتلو په برخه کې ونډه واخلي او د تاریخي ابداتو په بیارغونه کې پانګونه وکړي، ترڅو د دې خاورې د تاریخ دا ارزښتمنې نښې له ویجاړېدو خوندي او راتلونکو نسلونو ته په میراث پاتې شي.

د بلخ ولایت حج او قاف رییس، سید نور آغا هاشمي وايي: « د روضې، جومات او نورو مقدسو ځایونو یو ظاهري بڼه ده چې په دولت، پانګوالو او شتمنو خلکو پورې اړه لري.»

د بلخ والي مرستیال نورالهادي ابو ادریس وايي: « باید ټول تاریخی ابدات جوړ او بېرته ورغورل شي.»

په ورته مهال، د بلخ اطلاعاتو او کولتور ریاست مسوولین تاریخي ابدات د هېواد د لرغوني تمدن او فرهنګي هویت برخه بولي. دی وای، د اسلامي امارت له لوري د دغو تاریخي میراثونو د ساتنې او بیارغونې هڅې روانې دي، ترڅو د هېواد تاریخي او فرهنګي مخینه ژوندۍ پاتې شي.

د دوی په وینا، د تاریخي ابداتو ساتنه یوازې د تېرو نسلونو د میراث خوندي کول نه دي بلکې د هېواد له تاریخ، فرهنګ او هویت څخه د دفاع یوه مهمه برخه ده؛ هغه ګډ مسوولیت دی چې د نن ورځې نسل یې د راتلونکو نسلونو پر وړاندې لري.

د بلخ اطلاعاتو او کولتور رییس، مولوي محمدالله ضرار وايي: « د اطلاعاتو او کولتور وزارت دې برخې ته خاصه توجه کړې ده، ځکه دا زموږ د افغانستان تاریخ دی. که دا له اسلامي څخه وړاندې ابدات دي او که له اسلام وروسته، ټول یې زموږ تاریخ دی او په ساتنې سره یې د افغانستان تاریخ ساتل کېږي.»

د دغه شین ګنبدي جومات او مزار جوړېدنه او تاریخي مخینه د سلطان سنجر سلجوقي زمانې ته اړوندېږي چې له نن څخه شاوخوا ۹۰۰ کاله وړاندې یې ژوند او حکومت کاوه.

یاده تاریخي ودانۍ د هېواد له هغو نامتو مذهبي او تاریخي نښو څخه ده چې د تاریخ او معنویت رنګونه له ځان سره لري او هر کال زرګونه کورني او بهرني سیلانیان او زیارت کوونکي د دې تاریخي میراث د لیدو او زیارت لپاره مزارشریف ته راځي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist