Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په ننګرهار ولایت کې ورځ بلې ته د بې کارۍ کچه لوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/16

په ننګرهار ولایت کې ډېری هغه ځوانان له بې کارۍ ځوریږي،چې پخوا یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې دندې لرلې. 

یو شمېر ځوانان وايي،اړ دي،چې پاکستان او نور هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره لاړ شي،خو ګاونډي هېوادونه هم اوس اجازه نه ورکوي.

د ننګرهار یو تن اوسېدونکی وايي:« یو شمېر ځوانانو د پاکستان وېزې لګولي، خو لارې پرې بندې دي. دلته ډېری کسان بې روزګاره دي. له دې وړاندې پولیسو کې وو، خو هغه دنده مو هم له لاسه ورکړه. کار زوګار نه شته دی، اوړه، ګاز، غوړي او نورو خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوي دي. له حکومته مو غوښتنه دا ده،چې مرسته راسره وکړي. له ځوانانو سره مرسته وشي، د کار زمینه ورته برابره شي.» 

ځينې ځوانان،چې د بېلا بېلو کارونو د کولو وړتیا لري وایي، په وروستیو کې د کورنیو د اوږدو بار شوي دي.

دوی له حکومته غواړي،چې په لویو پروژو کار پیل کړي او ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

د ننګرهار یو تن اوسېدونکی قریب الله مومند وايي:« په وروستیو کې ډېری ځوانان د بې کارۍ له امله کړېږي. ډېری ځوانان د بې کارۍ له امله اړ شوي،چې بهر ته ولاړ شي او ځنې پر لارو دي. همدا زار یو شمېر ځوانانو نشه يي توکو ته  مخه کړې او پر نشو روږدي شوي دي. لامل یې دا دی،چې کار نه شته دی. بنسټیز کارونه نه شته دي. بنسټیزې پروژې نه شته دي. هغو ځوانانو،چې لوړې زده کړې یې کړې وې، اوس د خپلو کورنیو د  اوږو بار شوي دي. د ا.ا.ا له چارواکو د خلکو لویه غوښتنه دا ده،چې د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي.» 

د بې کارۍ  له امله ګڼ ځوانان پر نشو هم روږدي کیږي او دا هغه ننګونه ده،چې ټولنیز ثبات او د هېواد  راتلونکې ننګوي.

ننګرهار کې یو تن پر نشو روږدی ځوان وايي:« دا ځوانان د بې کارۍ له امله پر نشو روږدي شوي دي. زه خپله له دولسم ټولګي فارغ شوی یم. پوهنتون کې د زراعت پوهنځی مې شروع کړ، خو د اقتصادي ستونزو له امله مې پرېښود.» 

ځینې ځوانان بیا په دې باور دي،که د کار زمنیه برابره نه شي او ځوانان همداسې بې کاره پاتې شي، په خبره یې، راتلوونکي کې یو بل لوی خطر دا دی،چې د جرایمو کچه به لوړه شي. 

د ننګرهار یو تن اوسېدونکی وايي:«په لومړي سر کې به درته ووایم،چې اوس د ځوانانو بې کاري ډېره شوې ده.مخکې هم بې کاري وه، خو اوس لا زیاته شوې ده. ځوانانو لوړې زده کړې کړي، خو ستونزه دا ده،چې د دوی لپاره د کار زمینه نه برابره نه ده.» 

له ننګرهار سربېره په پلازمینه کابل او نورو ولایتونو کې هم زرګونه ځوانان له بې روزګارۍ شکایتونه لري او ډېری ځوانان اړ شوي دي،چې په غیر قانوني لارو ګاونډیو هېوادونو ته واوړي.

د وروستیو مالوماتو له مخې،له تیر یوه کال راهیسې د فقر او بې کارۍ له امله شاا وخوا یو میلیون افغانان جلا وطنۍ ته اړ شوي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist