Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عایشه وهاب: امریکا باید له افغانستان سره ډېپلوماټیک تعامل پيل کړي

عایشه وهاب: امریکا باید له افغانستان سره ډېپلوماټیک تعامل پيل کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/26

افغان توکمه عایشه وهاب تېره اوونۍ د یوې ځانګړې ټاکنې له مخې د امریکا ګانګرېس ته بریالۍ شوه. دا ټاکنې په کانګرېس کې د هغې څوکۍ د ډکولو په موخه ترسره شوې چې د ایرېک سویل‌وېل په نوم یوه غړي د جنسي تورونو له امله د اپرېل میاشت کې استعفا وکړه.

عایشې وهاب دغه ټاکنې وګټلې او له ډیموکراسۍ نومي رسنۍ سره یې په یوه مرکه کې ویلي چې له واشنګټن غواړي د امریکا د ګټو په موخه، له اسلامي امارت سره اړیکې رامنځته او ډېپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړي.

مېرمن وهاب زیاته کړې: « متحده ایالات باید له دې پرته چې په افغانستان کې کومه ډله په واک کې ده، ډېپلوماسي ورسره عملي کړي. موږ باید له افغانستان سره ډېپلوماټیک تعامل ولرو، هیله ده چې حتا وکولی شو هغوی د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او په ټوله کې د مدني حقونو په برخه کې سم لوري ته وهڅوو.»

نوموړې د خپلو خبرو پر دوام  دا هم ویلي چې افغانستان نورو متحدینو ته هم اړتیا لري او په خبره یې، امریکا تر دې دمه په کافي اندازه له دې فرصت څخه ګټه نه ده پورته کړې.

عایشې وهاب د افغان مېرمنو د کار او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ته هم اندېښنه ښودلې.

عایشې وهاب په دې اړه ویلي: « د یوې افغاني الاصله امریکایۍ په توګه چې په خپل کولتور او میراث ویاړم، دا راته خواشینوونکې ده چې په افغانستان کې څه روان دي؛ هلته ښځې او نجونې له ښوونځي څخه منع شوې او په ریښتیا د خپل ژوند د عادي کولو له فرصتونو محرومېږي.»

د چارو یوشمېر شنونکي او پخواني ډېپلوماټان بیا د هېوادونو ترمنځ د ډېپلوماټیکو اړیکو د رغښت په برخه کې دا ډول څرګندونې مثبتې بولي او په دې باور دي چې که هېوادونه د ډېپلوماسۍ په چوکاټ کې خپلې اړیکې دوامداره وساتي، په مستقیم ډول کولی شي له هېوادونو سره موجوده سیاسي ستونزې د یوه منظم چوکاټ په رامنځته کولو او د متقابل احترام په موجودیت کې حل کړي.

پخوانی ډېپلومات عزیز معارج وايي: « دا د دې لپاره هم یو ښه فرصت دی چې د افغانستان لپاره ډېر کار کولی شي؛ هېوادونه تشویق کوي او د افغانستان ستونزې په نړیواله کچه مطرح کړي. دغه کار ډېر اغېزې لري او د هېوادونو او ټولنو پاملرنه جلبوي.»

د سیاسي چارو شنونکی حمایت الله احمدي وايي: « د دې نظر ډېر مهم دی او په کې راځي چې افغانستان او  امریکا باید ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او له یوبل سره تفاهم ولري.»

د عایشې وهاب له لوري د افغانستان او امریکا ترمنځ د ډېپلوماټیکو اړیکو د رغښت بحث داسې محال مطرح کېږي چې د روان کال د اګسټ په ۲۴ مه نېټه، افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر، رونالد نیومن هم په وروستیو څرګندونو کې د کابل او واشنګټن تعامل شونې بللی و، خو نوموړي د دې کار لپاره  د اسلامي امارت په پالیسیو کې د مشخصو بدلونونو را وستل هم اړین یاد کړي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist