Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د اقتصادي فورم راپور: افغانستان د نړۍ ۱۴۶ هېوادونو کې د جنسیتي نا برابرۍ نوملړ  سر کې راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/14

نړیوال اقتصادي فورم د نړۍ په ۱۴۶ هېوادونو کې د ښځو او نارینه‌وو تر منځ د مساوي حقونو، سیاسي، تعلیمي او روغتیايي لاسته راوړنو په برخو څېړنې کړي دي.

نړیوال اقتصادی فورم په یوه تازه راپور کې افغانستان نارینه واکمنو ټولنه یاده کړې او ویلي یې دي،چې د ښځو لپاره په اقتصادي او سیاسي برخو کې د فعالیت فرصتونه نشته او د تېر پرتله په بې ساري ډول دغه فرصتونه راښکته شوي دي.

په راپور کې افغانستان، پاکستان او ایران په ترتیب د هغو ۱۴۶هېوادونو په سر کې یاد شوي،چې جنسیتي نابرابري په ‌کې زیاته ده.

 د نړۍ په ۱۴۶ هېوادونو کې افغانستان ۱۴۶ ، پاکستان ۱۴۵ او ایران بیا ۱۴۳ ځای خپل کړی دی. 

د نړیوال اقتصادي فورم  د راپور یوه برخه:«  افغانستان او پاکستان په نړیواله درجه بندۍ کې له ایران سره د  لومړیو پنځو هېوادونو په ډله کې دي،چې جنسیتې نا برابري په کې زیاته ده. په اقتصادي او سیاسي فعالیتونو کې د ښځو ګډون نه تر سترګو کیږي او تعلیمي او روغتیایي لاسته راوړنې هم نه لري.» 

یاد فورم په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې ویلې ول،چې د جنستیې نا برابرۍ له منځه وړل به افغانستان کې شااوخوا ۱۰۰ کاله وخت ونیسي.

د نړیوال اقتصادي فورم، په نوې راپور کې بیا راغلي،چې د افغانستان اسلامي امارت په واکمنیدو سره افغانستان کې دا ستونزه لا زیاته شوې او ۱۳۰ کلونو زیات وخت ته اړتیا ده،چې حل شي. 

د نړیوال اقتصادي فورم راپور یوه برخه:« دا به ۱۳۲  کاله نور وخت ونیسي، چې د نړیوال جنسیت تشه بنده شي. لکه څنګه چې بحرانونه پیچلي او زیاتیږي،د ښځو د کاري ځواک پایلې لا زیانمنې کیږي،چې د جنسیت د برابرۍ د شاته کیدو ګواښ نور هم ګړندی کوي.» 

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي  بیا د نړیوال اقتصادي فورم دغه راپور حقیقت بولي او وایي، افغانستان کې ان ښځو ته شرعي حقونه هم نه ورکول کیږي. 

دوی وايي، د ښځو او نجونو لومړنی او اساسي حق زده‌کړې دي،چې افغانستان کې ترې اوس مهال دا حق هم اخېستل شوی دی.

د افغانستان اسلامي امارت بیا د نړیوال اقتصادي فورم دغه راپور ته تر اوسه پورې کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو غوښتنه دا ده،که د افغانستان اوسنی حکومت غواړي،نړیواله ټولنه ورسره تعامل وکړي او ټولنیز عدالت تامین شي،ښځو او نجونو ته دې له زده‌کړوسربېره د کار اجازه هم ورکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist