Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له چاودنې وروسته د شمع هدایت خصوصي ښوونځي درسونه بېرته پيل شول

له چاودنې وروسته د شمع هدایت خصوصي ښوونځي درسونه بېرته پيل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/25

دې خصوصي ښوونځي ته یوه کم عمره زده کوونکي شاوخوا یوه  اوونۍ وړاندې په تېروتنې سره د  راتګ پر مهال د پخوانیو جګړو  یوه پاتې شوې ناچاوده مرمۍ راوړې وه چې د چاودنې له امله یې۴۰ زده کوونکي ټپیان شول. 

اوس په دې ښوونځي کې حالت عادي دی او ټول زده کوونکي بېرته زده کړو ته راځي او د تېر په څېر د ښوونځي له ښوونکو زده کړې کوي.

د شمع هدایت خصوصي ښوونځي مدیر محمد سالم صمیم وايي: « لکه څرنګه چې تاسو وینی، زموږ زده کوونکي په شوق او لېوالتیا سره راغلي او درسونه ادامه لري. زموږ ټول پروګرامونه عادي حالت ته راګرځېدلي، ښوونکي راځي او هڅه کوو له تېر څخه هم په ډېر قوت خپلو چارو ته ادامه ورکړو.»

د ښوونځي ښځینه ښوونکې چې په ټولګیو کې زده کوونکو ته پر تدریس بوختې دي وايي، له هر ډول اندېښنې پرته خپلې دندې دوام ورکوي او زده کوونکي په عادي ډول د خپلو  زده کړو په موخه ښوونځي ته راځي.

ښوونکې حلیمه علي زاده وايي: « له هغې ناوړه پېښې وروسته، نن زموږ لومړۍ ورځ ده چې خپل درسونه مو بېرته پيل کړي دي.»

ښوونکې مهتاب محمدي وايي: « دا چې له پېښې وروسته یوځل بیا زموږ د ښوونځي دروازه د زده کړو پرمخ خلاصه شوه، زه ډېره د خوښۍ احساس کوم، زموږ زده کوونکي هم خوښ دي او راتلونکو ورځو کې به ټول زده کړو ته حاضر شي.»

په چاودنه کې ټپي شوي زده کوونکي وايي، لا یې ټپونه په سمه توګه نه دي رغېدلي، خو د روغتیايي وضیعت په ښه کېدو سره به په همدې ښوونځي کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

ټپي شوی زده کوونکی مهدي وايي: « که څه هم ټپي شوي ځایونه مې لا درد لري، خو شکر ښه یم او چې لږ نور ښه شم، بېرته ښوونځي ته ځم.»

ټپي شوې زده کوونکې معصومه وايي: « زه شپږم ټولګي کې یم، چې لږ نوره ښه شم، بېرته خپل ټولګي ته ځم.»

یولس کلنه زهرا چې د شمع هدایت خصوصي ښوونځي د پنځم ټولګي زده کوونکې ده، په دې چاودنه کې د پښو او اوږې  په برخو کې ټپي شوې. د هغې په څېره کې ماشومانه مسکا زده کړو ته  لېوالتیا او راتلونکي ته هیله مندي ښي.

زهرا وايي، خپلو زده کړو ته  به دوام ورکوي او دا چې د پښې ټپونه یې لږ هم ښه شي، بېرته به له خپلو ټولکيوالو سره یوځای زده کړو ته کېني.

ټپي شوې زده کوونکې زهرا وايي: « زه ښوونځی نه خوشي کوم، چې پښه مې جوړه شي بېرته خپل ټولګي ته ځم. لامې د ښوونځي یو کال پاتې دی، هغه هم لولم.»

د کابل ښار د مهدیه ښارګوټي اړوند د شمع هدایت ښوونځي کې یوه اوونۍ وړاندې، د ښوونکو په خبره د یوه زده کوونکي له خوا د ناچاوده مرمۍ راوړلو او چاودنې کولو له امله، لسګونه زده کوونکي ټپیان شول. د ښوونځي مدیر وايي، د ټولو زده کوونکو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او هېڅوک په شدیده توګه نه دي ټپي شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist