له کله چې په پاکستان کې سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت مخ پر ځوړ روان شو، پر حکومت یې هره ورځ د بېلابېلو سیاسي ګوندونو نیوکې هم زیاتې شوې او هغو حقایقو ته ګوتې نیسي چې د یاد هېواد د حکومت په ناسمو پالیسیو کې ځای لري.
تازه په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د یاد هېواد پر حکومت له هر اړخیزو نیوکو سربېره ویلي چې امریکا په افغانستان کې له شل کاله بمباریو وروسته، اوس پاکستان هم خپلې تګلارې بدلې کړې.
مولانا فضل الرحمن وایي، پاکستان هم په دې برخه کې د امریکا متحد شوی او تر دې دمه له هغوی څخه د پروژو عملي کولو لپاره ډالر ترلاسه کوي.
نوموړي له دې وړاندې هم په ځلونو پاکستان د افغانستان پر وړاندې په ناسمو پالیسیو تورن کړی، خو دا ځل یې پوښتنه په دې ډول مطرح کړې چې د پاکستان له لوري ترهګري کمه شوې نه ده بلکې لا زیاته شوې ولې ده؟
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر زیاته کړې: « امریکا او ناټو شل کاله په افغانستان کې بمبارۍ وکړې. هېڅوک نه وايي چې دا ظلم ولې وشو، دوی ویل چې موږ د سولې لپاره راغلي یو او له ترهګرو سره جګړه کوو؛ نه، تاسو پر یوه هېواد بمباري کوله. پاکستان هم ونه شو کولی چې همداسې پاتې شي، خپلې ټولې تګلارې یې بدلې کړې، یو تړون یې وکړ او د امریکا متحد شو او تر اوسه یې هم موږ متحدین یو او ډالر اخلو. د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې په نوم پیسې اخلو. ایا له دې ترهګري ختمه شوه.»
پاکستان چې اوسمهال د پاڼ پر څنډه ولاړ هېواد دی او د خپلو ناسمو پالیسیو پر مخ بېولو له امله د سیاسيتوالو تر پوښتنو لاندې دی، د امنیت په تړاو په کې اندېښنې ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي.
مولانا فضل الرحمن د خپلو خبرو پر دوام د پښتونخوا ناکراریو ته هم اشاره کړې او وايي، په دې سیمه کې نا امني دې حد ته رسېدلې چې د حکومت واک او حاکمیت په کې له منځه تللی. د ده په خبره، په لکي مروت، بنو او ټانک کې پولیس خپلواک شوي او خپلې امنیتي کمېټې یې جوړې کړې دي.
مولانا فضل الرحمن زیاته کړې: « ایا هر ځای امن دی؟ زه یوازې د ناامنۍ خبره نه کوم بلکې ناامني تر دې حده رسېدلې چې د حکومت واک او حاکمیت له منځه ځي. دا مهال د پولیسو د قوماندې سلسله ماته شوې ده؛په لکي مروت، بنو او ټانک کې پولیس خپلواک شوي دي او خپلې امنیتي کمېټې یې جوړې کړې دي.»
د حقوقي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: «پاکستان دا پنځه کاله کېږي چې پر افغانستان یې ظلم پيل کړی، لارې بندول، د مهاجرینو ځورول او ړندې بمبارۍ یې ښې بېلګې دي. دوی ولې مخکې دا خبرې نه کولې، ځکه چې دوی ته اوس درد رسېدلی او د فضل الرحمن د ګوند ډېر غړي یا وژل شوي یا بندیان شوي دي. پاکستان به د افغانستان په تړاو خپله پالیسي هله بدله کړي چې د دوی د خوښې حکومت راشي او د دوی تر لاس لاندې کار وکړي.»
مولانا فضل الرحمن د خپلو خبرو په دوام دا هم ویلي چې د چارواکو له بهرنیو سفرونو سره هېڅ ستونزه نه لري، خو دا بحث یې مطرح کړی چې چارواکي باید د نورو هېوادونو له لوري په سرو غالیو د ښه را غلاست پر ځای، په خپل هېواد کې د سرو وینو بهېدنه ودروي.
پوښتنه دا ده چې د پاکستان پر پوځ او چارواکو د مولانا فضل الرحمن نیوکې او د امنیت په تړاو اندېښنې د څه ښکارندويي کوي؟
پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « د پاکستان سیاسي ګوندونه، رهبران او علما د آیاېسآی له اشارې پرته حرکت نه شي کولی. دوی ته د خبرو اجنډا هم د آیاېسآی له خوا ورکول کېږي او دا هر څه د یوې پروژې په چوکاټ کې ترسره کېږي. دوی غواړي د نویو ډلو ترمنځ محبوبیت پيدا کړي، ځان ور نږدي کړي او بیا خپل کار پرې وکړي. همدارنګه دوی له پاکستان څخه بهر نورو ملکونو کې هم د نفوذ هڅه کوي او غواړي د ځينو ډلو او حکومتونو ملاتړ خپل کړي. مولانا فضل الرحمن د پوځ او آیاېسآی له اجازه پرته یوه خبر هم نه شي کولی او که یې وکړي، نو وژل کېږي.»
د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « د پاکستان رژیم باید پر خپلو یو شمېر پالیسیو او تګلارو بیا کتنه وکړي، له دوه مخي او ضد او نقیض سیاست څخه لاس واخلي او برعکس، تجارتي او سیاسیو مسایلو باندې ډېر تمرکز وکړي.»
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د خپلو خبرو پر دوام، د پاکستان حکومت جعلي بللی او له چارواکو یې غوښتي چې لږ تر لږه خلک له خپلو ارادو خبر کړي.