Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: پاکستان تل د افغانستان د پرمختګونو مخنیوي هڅه کوي

حکومت د هېواد په شمالي سیمو کې د امنیتي پېښو په تړاو اندېښنې رد کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/25

اسلامي امارت د هېواد په شمال کې د وروستیو پېښو په تړاو د بحران نړیوالې ډلې اندیښنې بې ځایه وبللې او ډاډ یې ورکړ چې له تاجیکستان سره په ګډه پوله به هېڅ راز پوځي فعالیتونو ته اجازه ورنه کړل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، که څه هم موده وړاندې هلته ځینې پېښې رامنځته شوې وې، خو اوس اوس تر کنټرول لاندې دي.

مجاهد دا ځرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د راپورونو له مخې، څو وړځې وړاندې د افغانستان او تاجیکستان پر ګډه پوله په یوه نښته کې د نشه یي توکو دوه افغان قاچاق وړونکي ووژل شول.

د مجاهد په خبره، هلته اوس حالات تر کنټرول لاندې دي او د اندېښنې وړ خبره نه شته.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې: « د افغانستان خاوره به کله هم د تاجیکستان په ضد ونه کارول شي. اسلامي امارت به هېڅکله هم چا ته د داسې فعالیتونو  اجازه ورنه کړي چې ګاونډيو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړای شي.»

ذبیح الله مجاهد وړاندې ویلي، پخوا به د افغانستان او تاجیکستان د ګډې پولې په اوږدو کې د نشه یي توکو قاچاق موجود وو او چاقاق کوونکو به دا سیمه د نشه یي توکو د قاچاق لپاره کاروله، خو اوس داسې څه نه شته.

د مجاهد په خبره،  دا فعالیتونه یوازې د نشه یي توکو قاچاق پورې محدوده وو نه د کوم پوځي تصادم لپاره.

تر دې  مخکې د تاجیکستان چارواکو د پولې په اوږدو کې وروستۍ نښتې ته په اشارې ویلي وو چې چې نښته وروسته له هغې رامنځته شوه چې دوه کسان په غیر قانوني توګه تاجیکستان ته ننوتل.

د تاجیک چارواکو د څرګندونو یوه برخه کې راغلي: « د تاجیکستان د ملي امنیت لپاره د دولتي کمېټې غړیو  وویل چې د پولې په اوږدو کې په شوې جګړه کې دوه افغان وګړي وژل شوي.  د تاجیک پوله ساتو ځواکونو په وینا، وژل شوي کسان د نشه یي توکو په قاچاق کې ښکېل وو او په غیر قانوني ډول تاجیکستان ته ننوتي وو.»

له دې مخکې هم د افغانستان او تاجیکستان په ګډه پوله ځینې پیښې رامنځته شوې وې چې د تاجیک چاواکو په خبره،  چینايي وګړي په کې په نښه شوي وو.

هغه مهال چې اسلامي امارت ته کوم اسناد او شواهد په لاس ورغللي وو، دا یې ښودله چې د کابل  او د منځنۍ اسیا هېوادونو  ترمنځ د سیاسي، اقتصادي ټرانزیټي برخو کې د اړیکو کنګل په ماتېدو دی.

دا هغه څه وو چې د اسلام اباد لپاره د زغم وړ نه وو، نو  د چینايي انجینرانو په نښه کولو سره یې هڅه کوله چې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ، مخ په ښه کېدونکې اړیکې بیا خرابې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « موږ باید نور دې ډول تبلیغاتو ته وخت ورنه کړو، دا د بحث وړ نه دي. له افغانستان څخه بهر ټولې رسنۍ او مخالفین یوازې د اوسني حکومت ضد تبلیغات کوي. سره له دې چې افغانستان کې سوله او امنیت تأمین دی، خو هېڅوک هم مثبت خبر نه خپروي. دا چې له تاجیکستان سره پوله کې دوه کسه وژل شوي، مسوولیت یې د دوی دی، باید خپلې پولې ټینګې کړي.»

شنونکي دغه راز وايي، دا ډول سازمانونه لکه د بحران نړیواله ډله د نعرو سورو په وهلو سره څه لاسته نه شي راوړلی او دوی ته په کار ده چې په دې برخه کې له اسلامي امارت سره په ګډه کار وکړي، ترڅو اندېښنې یې له منځه لاړې شي.  

شنونکي دغه راز سپارښتنه کوي چې د سیمې په هېوادونو کې د اسلامي امارت سفیران او سیاسي استازي باید د کوربه هېوادونو سره د لیده کاته په وخت کې د پاکستان د دې سیاست په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي
افغانستان

فضل الرحمن: پاکستان د امریکا په غوښتنه افغانستان سره خپلې تګلارې بدلې کړې

اگست 25, 2026
رونالډ نیومن: کابل کې د امریکا سفارت د بېرته خلاصېدو  امکان شته
افغانستان

رونالډ نیومن: کابل کې د امریکا سفارت د بېرته خلاصېدو  امکان شته

اگست 25, 2026
د جمعه خان فاتح له ډېپوګانو ګڼې سپکې او درنې وسلې ترلاسه شوې
افغانستان

د جمعه خان فاتح له ډېپوګانو ګڼې سپکې او درنې وسلې ترلاسه شوې

اگست 25, 2026
پکتیا کې اووه رغنیزې پروژې ګټه اخستنې ته وسپارل شوې
افغانستان

پکتیا کې اووه رغنیزې پروژې ګټه اخستنې ته وسپارل شوې

اگست 20, 2026
افغانستان او بېلاروس د ګډ کمېسیون دویمه ناسته کې پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو غږېږي
افغانستان

افغانستان او بېلاروس د ګډ کمېسیون دویمه ناسته کې پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو غږېږي

اگست 20, 2026
هند: افغانستان سره تعامل پر بشري مرستو او پراختیايي همکاریو تمرکز لري
افغانستان

هند: افغانستان سره تعامل پر بشري مرستو او پراختیايي همکاریو تمرکز لري

اگست 20, 2026

وروستي خبرونه

فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

فضل الرحمن: پاکستان د امریکا په غوښتنه افغانستان سره خپلې تګلارې بدلې کړې

اگست 25, 2026
رونالډ نیومن: کابل کې د امریکا سفارت د بېرته خلاصېدو  امکان شته

رونالډ نیومن: کابل کې د امریکا سفارت د بېرته خلاصېدو  امکان شته

اگست 25, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
مجاهد: پاکستان تل د افغانستان د پرمختګونو مخنیوي هڅه کوي

حکومت د هېواد په شمالي سیمو کې د امنیتي پېښو په تړاو اندېښنې رد کړې

اگست 25, 2026
د جمعه خان فاتح له ډېپوګانو ګڼې سپکې او درنې وسلې ترلاسه شوې

د جمعه خان فاتح له ډېپوګانو ګڼې سپکې او درنې وسلې ترلاسه شوې

اگست 25, 2026
پکتیا کې اووه رغنیزې پروژې ګټه اخستنې ته وسپارل شوې

پکتیا کې اووه رغنیزې پروژې ګټه اخستنې ته وسپارل شوې

اگست 20, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist