Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا اریوب ځاځیو ولسوالۍ سپین غر لمنو ته ګڼ کوچیان ګډه شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/14

.روان کال د هېواد د نورو ولایتونو په څېر د پکتیا ولایت ډېری سېمې د وچکالۍ له کبله زیانمنې شوې دي

د یاد ولایت د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د سپین غر لمنو ته له مرکز ګردیز او شااخوا نورو سیمو د وچکالۍ له امله ډېری کوچیان را کډه شوي دي.

کوچیان وایي، ګردیز او شااوخوا سیمو کې یې څارویو ته اوبه او څرځایونه نه موندل کېږي او اړ شول،چې د سپین غر لمنو ته ولاړ شي. 

د سپین غر لمنې ته کډه شوی یو تن کوچی عبدالخالق وايي:« سږ کال دلته راغلو. د وچکالۍ له کبله نور کلونه به ګردیز ته څېرمه اوسېدو.هلته اوبه او واښه نه شته  دی. څارویو مو مرضونه کړي ځېنې ښه شوي او ځنې لا ناروغ دي.» 

کوچیان وایي،دلته به تر هغه دېره وي،چې د خلکو له لوري اجازه ورکول کیږي او یا هم نورو ځایونو کې بارانونه وشي او بیا به کډې باروي. 

د سپین غر لمنې ته کډه شوی یو تن  کوچی عبدالرحمن وايي:« بیا خو زموږ مالومات نه شته دی،چې کوم خوا ته به ځو،خو هغې خوا ته ځو،چېرته چې بارانونه وشي او یا مو خلک پسې وانخلي. خلک هر ځای کې اجازه نه را کوي.» 

۱۳ کلن عزیزالله چې د کورنۍ له نورو مشرانو سره د څارویو په ساتنه بوخت دی، وايي، ستره هېله یې ښوونځي ته تګ دی. 

هغه زیاته کړه:«  ښوونځي نه شته  دی. بس موږ دا مال څروو. موږ ښوونځي ته اړتیا لرو. ستره هېله مې دا ده،چې ښوونځي راته جوړ شي او زده کړې په کې وکړم او باید چې ښوونځي جوړ شي.» 

کوچیان وایي، روان کال یې مالداري د وچکالۍ له کبله زیانمنه شوې، څاروي یې په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي او کرنې وزارت او مرستندویه بنسټونه دې ورسره د درملو برخه کې مرسته وکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist