Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په یوه پېړۍ کې د درېیو زبرځواکونو ماتې، افغانان د یرغلګرو ماتې ویاړونه بولي

په یوه پېړۍ کې د درېیو زبرځواکونو ماتې، افغانان د یرغلګرو ماتې ویاړونه بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/20

شاه امان الله خان هغه څوک و چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د واکمنو پاچانو تر ټولو مشهور څېره بلل کېږي او  د ۱۹۱۹ زېږدیز کال خپلواکي یې په نوم پورې تړلې ده.

د نوموړي له خوا په سیاسي او اداري نظام کې د نویو بدلولونو طرحې او اصلاحات، د تعلیمي او اقتصادي ودې لپاره هڅې لا هم د مهمو لاسته راوړنو په توګه مطرح کېږي.

په ورته مهال، افغانان وايي، د ثور اتمه، د شوروي اتحاد د ماتې ورځ، د زمري ۲۴ مه د امریکايي یرغلګرو د ماتې ورځ او د زمري  ۲۸ مه د انګرېزانو د ماتې او د افغانستان د خپلواکۍ درې مهمې ورځې دي. دوی دغه ورځې د افغانستان تاریخ ته ستر ویاړونه بولي او له ټولو هېوادوالو غواړي چې دغو ورځو ته د درناوي په موخه، خپل یووالي وساتي او د هېواد په ابادۍ، پرمختګ او سوکالۍ کې ونډه واخلي.

د ننګرهار اوسېدونکی سید داوود وايي: « تاریخ موږ ته وایي چې زموږ پلرونو او نیکونو په تش لاس یوه لوی غربي ځواک ته ماتې ورکړې او د افغانستان ازادي یې ترلاسه کړې. موږ اوس هم دا ورځ د ازادۍ ورځې په توګه نمانځو.»

د کابل اوسېدونکی احمد ناصر ذاخیلي وايي: « دا ازادي له نن څخه ۱۰۷ کاله وړاندې غازي امان الله خان له انګرېزانو اخستې. دا قرباني ډېره په سختۍ او د افغانانو په قربانیو راغلې. موږ دا ازادي د افغانستان په ګوټ ګوټ کې نمانځو او پرې ویاړو.»

افغانان د تاریخ په اوږد کې درېیو ښکېلاګرو هېوادونو ته ماتې او له افغانستانه د هغوی د ځواکونو شړل، هره یوه بېله ازادي بولي او زیاتوي چې د هرې ازادۍ په نمانځلو ویاړي او د خپل هېواد د تاریخ لپاره یې یوه ستره لاسته راوړنه بولي.

د کابل ښار اوسېدونکی عاشق الله حقیار وايي: « زه د افغانستان له ټولو وګړو هیله لرم چې د خپلواکۍ دا ورځ ونمانځي.»

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی خان زاد ګل  وايي: « د اسد ۲۸ مه، یانې له انګرېزانو څخه د غازي امان الله خان د ازادۍ اخستلو ورځ. موږ ډېر خوښ یو چې افغانستان ازاد هېواد دی.»

د کابل ښار اوسېدونکی فرهاد وايي: « دا موږ ته ډېر د ویاړ ځای دی چې له درېیو امپراتوریو څخه مو خپلواکي اخستې. موږ له انګرېزانو، شوروي اتحاد او بیا له ناټو او امریکا څخه هم ازادي ترلاسه کړه.»

شاه امان الله خان له ۱۹۱۹ زېږدیز کال تر ۱۹۲۹ کال پورې په واک کې پاتې شو. له هغې وروسته یې له واک څه د لرې کېدو لپاره استعفا ورکړه او د واک واګې یې خپل وررو عنایت الله ته وسپارې، خو عنایت الله خان له څو ورځو پاچاهۍ وروسته کابل پرېښود او د حکومت کنټرول په ناڅرګند وضعیت کې حبیب الله کلکاني ترلاسه کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist