Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: د نجونو د زده کړو او کار موضوع د افغانستان اقتصادي ثبات پورې تړلې 

له ښوونځيو راګرځول شوې نجونې: د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنې یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/12

له نږدې یوه کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او له یو میلیون زیاتې نجونې له نامالوم برخلیک سره مخ دي. 

هغه نجونې چې د تعلیمي کال له پیله یې پرمخ د ښوونځي دروازې بندې دي، وایې، د خپلې راتلونکې په اړه اندېښنه لري او له اسلامي امارت غواړي،چې ښوونځي یې پرانیزي.

یوه زده کوونکې وايي:« له اوسني حکومته غواړو څو ښوونځي پرانیزي. موږ غواړو تحصیل وکړو او د خپل هېواد راتلونکی جوړ کړو. خپلې ټولنې ته خدمت وکړو. موږ هغه کسان یوو چې کولی شو په راتلونکي کې خپل هېواد اباد کړو.»

یوه بل زده کوونکې بیا وايي:« ۱۰ میاشتې کېږي،چې ښوونځي تړل شوي. موږ غواړو،ترڅو ښوونځي مو ژر تر ژره پرانېستل شي.»

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو بندیدو پرېکړې کورني او نړیوال غبرګونونه پارولي او غوښتنه دا ده،چې حکومت دې د ښوونځيو دروازې خلاصې کړي.

 د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د افغانستان اسلامي امارت باید ولس ته وضاحت ورکړي،چې ښوونځي د کومې ستونزې او لامل  له مخې تړل شوي دي. 

د سیاسي چارو شنونکې تفسیر سیاپوش  وايي:«  ولې د ا.ا.ا غواړي،هغه دروازې چې باید پرانېستې وي، هغه یې تړلې دي. په دې هېله،چې د هغو نجونو پر مخ چې د خپل هېواد راتلونکي جوړلو هېله لري، ژر تر ژره بندې دروازې خلاصې کړي.» 

سره له دې چې د افغانستان اسلامي‌امارت په وار وار ویلي، د ښځو کار او دنجونو زده‌کړو ته ژمن دي او په هغه طرزالعمل کار کوي،چې پر اساس یې ښوونځي پرانېستل کیږي، خو دولتي ویاندویان او د پوهنې وزارت د ښوونځيو د پرانېستلو په موخه د ټاکل شوې کمیټې له کار او پرمختګ مالومات نه لري.

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:« تعلیم برخه کې که څه هغه په عصري، دیني، روغتیايي، کرنې، اقتصادي پرمختګ او نورو برخو کې وي،خپلې غوښتنې مطرح کړې. ا.ا.ا د علماوو غوښتنو او وړاندیزونو ته درناوی لري او ا.ا.ا هم په دې برخه کې د جدي اقداماتو په لټه کې دی.» 

واک ته د افغانستان اسلامي‌ امارت له رسیدو سره د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شول، چې لوړو زده‌کړو وزارت د پوهنتونونه دروازې پرانېستلې،خو تر اوسه پورې یې د پوهنې وزارت نه دی توانیدلی،چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي خلاص کړي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړل کېدو پرېکړې پر نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي او د افغانستان له اسلامي‌امارت  یې د ژر پرانېستلو غوښتنه کیږي، خو تراوسه مالومه نه ده،چې حکومت د ښوونځیو  د بیا  پرانېستلو په تړاو خپله پریکړه څه وخت وروستۍ کوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist