Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ځدراڼ: د لوی اختر په درې شپو او ورځو کې کومه امنیتي پېښه نه ده شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/12

د افغانستان اسلامي امارت د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي،د هېواد پر ‌کچه یې کلک امنیتي تدابیر نیولي ول او د لوی اختر شپو او ورځو امنیت لپاره یې پلان بریالی وه. 

ځدراڼ  وايي،د  لوی اختر  په  درې شپو  او ورځو  کې هېڅ کومه امنیتي پيښه نه ده شوې.

ځدراڼ زیاته کړه:« د خوښۍ ځای دی،چې په تېرو څو ورځو کې مو هېوادوال د اختر شپې او ورځې د امن په ډاډمنه امنیتي فضاء کې لمانځي. الحمد الله  د کابل په پلازمینه کې  کومه امنیتي پېښه نه ده ثبت شوې. دا د خدای ( ج) ځانګړی نصرت دی،چې وروسته له څو لسیزو  دلته د اختر خوښۍ او مېلې په یوه ډاډمنه فضاء کې لمانځل کېږي.» 

پلازمینه  کابل کې هر کال په دغو ورځو کې به د امنیتي پيښو وېره وه،خو د سږني اختر په درېیو شپو او ورځو کې هېڅ کومه امنیتي پيښه نه ده ثبت شوې. 

د اختر په شپو او ورځو کې ولایتونو ته د سیلانیانو تګ راتګ هم ډېر وو او ښاریان وايي،د پيښو په اړه یې له وړاندې اندیښنې کمې وې.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« اوس کولی شو هر ځای کې په ازاد ډول وګرځو. په تېر حکومت کې مو نشو کولی چې بل ولایت ته په ازاد ډول چکر ته ولاړ شو. اوس فضا ښه ده کوی شو.»  

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« امنیت ښه ده. پنځه وخت مو لمونځ کوو او اوس فضا ښه شوې. شپه ورځ مو ښه ده. کاروبار مو لږ کمزوری دی هغه هم خدای مهربانه دی چې ښه شي.» 

اخوا که په هېواد کې لوی اختر له امنیتي پيښو پرته ولمانځل شو،خو بې‌وزلۍ او فقر سږنی لوی اختر تر نورو  کمرنګه کړی وه. 

کابل کې یو تن بې وزله وايي:« څه وکړو! کاروبار نه شته دی. اقتصاد مو کمزوری دی. سږ کال نه د قربانۍ غوښې او نه هم مرستې راسره وشې. بس د الله ج هېله مو نیولې ده. د سړکونو پر  غاړو یا بازار کې ګرځو، کراچیواني کوو.» 

که سږ کال  د لوی اختر لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو او په دغو ورځو کې کومه امنیتي پيښه ثبت نه شوه،خو د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، مسوولین دې د دایمي امنیت لپاره اوږدمهالي پلانونه  پلې کړي. 

 د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی وايي:«  موږ هېله من یو،چې همداسې ډاډمن امنیت په ټول افغانستان کې د تل لپاره راشي. خلک دې له وسله والو مخالفتونو لاس واخلي. واکمنان دې د خلکو مشروع غوښتنو ته  درناوی وکړي او پلې دې کړي، ترڅو افغانان سره په یوه ټغر راټول شي.» 

دا په تیرو دوه لسیزو کې اول اختر دی،چې پرته له کومې امنیتي پيښې د امن په  فضاء‌ کې لمانځل کیږي.

د افغانستان  اسلامي امارت  د کورنیو چارو وزارت ویلي،د اختر ورځو لپاره یې له وړاندې امنیتي تدابیر نیول شوي وو او له جوماتونو  سربېره د هېواد ډېری سیمو کې د پلټڼې ځانګړي ټيمونه ځای پر ځای شوي وو.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ
افغانستان

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026
حکومت په تېرو۴۰ ورځو کې د پوځي رژیم د جنګي جنایتونو نوملړ خپور کړ
افغانستان

حکومت په تېرو۴۰ ورځو کې د پوځي رژیم د جنګي جنایتونو نوملړ خپور کړ

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist