Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: هېڅوک د خپلې شخصي انګیزې له مخې پر ولس فشار نه شي راوستی

متقي: هېڅوک د خپلې شخصي انګیزې له مخې پر ولس فشار نه شي راوستی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/18

پرته له دې چې د اسلامي امارت بهرنیوچارو وزیر د کوم چا نوم واخلي، وايي چې هېڅوک د دې حق نه لري چې پر ولس  فشار راوړي او د خپلې شخصي انګیزې په بنسټ ورسره ناسم چلن وکړي.

امیرخان متقي وايي، د تېرې شل کلنې مبارزې پرمهال افغان ولس ورسره بې شماره ستړیاوې او قربانۍ ګاللې دي، په بدو شرایطو کې یې طالبانو ته په خپلو کورونو کې ځای ورکړی، ډوډۍ یې ورکړې  او ان وسلې یې هم ورته برابرې کړې دي.

د متقي په خبره،  اوس یې وخت دی چې د اسلامي امارت ټولو مسوولین ولس ته خپلې غېږې پرانیزي او هېڅوک د دې حق نه لري چې ولس ته په سپکه سترګه وګوري یایې ورټي.

بهرنیوچارو وزیر وايي: « اوس د دې وخت راغلی چې په دې ملت ډېر رحم وشي. ته د یوه مسوول په توګه دې ملت ته غېږ خلاصه کړه. که یوڅوک په خپل سر د خپل مزاج لپاره له خلکو سره زیاتی کوي، پر خلکو فشار راوړي، دې ډول شخصي افکارو ته باید مخه ور نه کړو، دا لېوني افکار باید مخې ته پرې نږدو. په دې نظام کې ما او تاسو او دې ملت قرباني ورکړې، نو یو دوه یا درې کسان دا حق نه لري چې د ملت پر سرنوشت لوبې وکړي او موږ ورته لاس تر زنې کېنو. هېڅوک دا حق نه لري چې ملت ته په سپک نظر وګوري او تکلیف ورته ورسوي. دا ملت زموږ تن او وجود دی او که چېرې موږ سره ملت نه وي، به هېڅ هم نه یو.»

د بهرنیوچارو وزیر دغه راز ټینګار کوي چې باید له ولس سره داسې چلن ونه شي چې ځان له نظامه پردي وګڼي او یاهم د ناسم چلن له امله د افغانستان د مخالیفینو په لمن کې ځان واچوي.

د نوموړي په خبره، دا ولسونه دي چې حکومتونه پرې ولاړ دي او له ولس پرته دوی هېڅ هم نه دي.

امیرخان متقي زیاتوي: « هېڅوک باید آزار نه شي او نه هم د حقارت په سترګه ورته وکتل شي. هېڅوک باید د پردي توب احساس ونه کړي او په زور ټېله نه شي چې د دښمن غېږې ته ولوېږي.»

کارپوهان بیا وايي، د ولس او خلکو له ملاتړ پرته د حکومتونو دوام او پایښت ستونزمن وي.

دوی په دې باور دي چې د نظامونو پیاوړتیا او بقا د ولس  ملاتړ پورې تړلې ده او حکومت باید د خپلو خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د هغوي حقه حقونو ته ژمن وي  او غوښتنو ته یې مثبت ځواب ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « د نظامونو او حکومتونو بقا د ملت په ارادې پورې تړلې ده. که د ملت اساسي او مشروع غوښتونو ته مثبت ځواب ونه ویل شي، د دې ډول نظامونو بقا اوږده نه وي. زه د دې غوښتنې کلک تایید کوم چې د ملت غوښتنې باید ومنل شي او زړونه یې وساتل شي.»

د تاریخ په اوږدو کې دا ثابته شوې چې ولسونه د حکومتونو په نصب او عزل کې کلیدي رول لري او هغه نظامونه بریالي ګڼل کیږي چې د ولس ملاتړ او مشروعیت پرمټ یې دوام پیدا کړی وي. د اسلامي امارت مشرتابه هم تل له ولس سره پر ښه چلن ټینګار کړی او چارواکو ته یې لار ښوونه کړې چې دروازې یې باید تل د ولس پرمخ خلاصې وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چین وايي د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره یې پر موجوده ترینګلتیاوو خبرې کړې
افغانستان

چین وايي د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره یې پر موجوده ترینګلتیاوو خبرې کړې

اگست 18, 2026
له جرمني څخه  د افغان کډوالو ایستلو په  ضد لاریون  وشو
افغانستان

له جرمني څخه د افغان کډوالو ایستلو په ضد لاریون وشو

اگست 18, 2026
هانا نیومن: اروپا د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل لپاره روښانه سټراټیژي نه لري
افغانستان

هانا نیومن: اروپا د افغانستان له اوسني حکومت سره تعامل لپاره روښانه سټراټیژي نه لري

اگست 18, 2026
جمعه خان فاتح د اسلامي امارت ځواکونو ته تسلیم شو
افغانستان

جمعه خان فاتح د اسلامي امارت ځواکونو ته تسلیم شو

اگست 18, 2026
نورستان کې د برېښنا د دوو بندونو تخنیکي سروې بشپړه شوه
افغانستان

نورستان کې د برېښنا د دوو بندونو تخنیکي سروې بشپړه شوه

اگست 18, 2026
د کرنې او مالدارۍ پنځه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد
افغانستان

د کرنې او مالدارۍ پنځه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

اگست 17, 2026

وروستي خبرونه

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

کاه چیني یا له بوسو د هنري اثارو جوړولو هنر، سادګي، ښکلا او نوښت

اگست 18, 2026
هرات کې د سرې میاشتې روغتون  له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

هرات کې د سرې میاشتې روغتون له زرو زیاتو رواني ناروغانو کوربه دی

اگست 18, 2026
چین وايي د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره یې پر موجوده ترینګلتیاوو خبرې کړې

چین وايي د افغانستان او پاکستان له چارواکو سره یې پر موجوده ترینګلتیاوو خبرې کړې

اگست 18, 2026
له جرمني څخه  د افغان کډوالو ایستلو په  ضد لاریون  وشو

له جرمني څخه د افغان کډوالو ایستلو په ضد لاریون وشو

اگست 18, 2026
خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

خوست کې پنځوس بستریز روغتون ګټه اخستنې ته وسپارل شو

اگست 18, 2026
۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل؛ ۶.۲ میلیونه ماشومان به واکسین شي

روغتیا وزارت پنځو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړ

اگست 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist