د اروپايي پارلمان غړې په یوې مرکه کې پر اروپايي هېوادونو نیوکه کړې چې په افغانستان کې له اوسني حکومت سره د تعامل په برخه کې واضحه سټراټیژي نه لري او له دې ستونزې سره په وېشلی چلن کوي.
د هانا نیومن په خبره، له پنځو کلونو وروسته د اوسني حکومت په تګلارو کې بدلون نه دی راغلی، خو هاخوا یو شمېر اروپايي هېوادونه بیا په یوه او بل نوم د حاکم نظام چارواکو سره مخامخ لیدنې کوي او ځان ته یې وربولي.
هغې ټینګارکړی چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې له اوسني حکومت سره تېرې پنځه کلنې پالیسۍ ته دوام ورکړي او فشارونو ته تسلیم نه شي.
هانا نیومن زیاته کړې: « ننګونه دا ده چې له طالبانو سره د تعامل پر مهال باید د هغوی غوښتنو او منطق ته تسلیم نه شو. … د دغو غوښتنو نه منل یوه دوامداره مبارزه ده.»
بل پلو، نوموړې د سیاسي مسایلو له کبله له افغانان سره د بشري مرستو پر کمولو هم اندېښنه ښودلې او وايي، دا کار نه یوازې د نړیوالو سازمانونو بشري فعالیتونه له خنډ سره مخ کوي بلکې یوازې یې عام کسان اغېزمن کړي.
نیومن په اوسني وخت کې د نړیوالو مرستو غځېدل د هغو بنسټونو، جوړښتونو او لاسته راوړنو د ساتنې لپاره حیاتي ګڼلي چې په ټکو یې، نړۍ د خپل شلن کلن حضور پر مهال په افغانستان کې پرې پانګونه کړې وه.
هغې د بشري حقونو ساتنه، د ښوونیز نظام رامنځته کول او د رسنیو ازاد فعالیت د دې برخې مهم ټکي یاد کړي.
د اروپايي پارلمان غړې په دې اړه زیاته کړې: « افغانستان کې ورځ تر بلې خلک د بېوزلۍ پر لور روان دي. له بلې خوا، له افغانستان سره نړیوال مالي ملاتړ هم ورځ تر بلې کمېږي. د مرستو تر ټولو لوی کمښت هغه مهال رامنځته شو چې کله امریکا په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره مرستې بندې کړې.»
مېرمن نیومن په افغانستان کې هره پېښېدونکې لویه او مهمه مسئله پر سیمهییز نظم اثر بښوونکې بللې او ویلي یې دي چې په دې هېواد کې باید روان وضعیت هېڅکله له پامه ونه غورځول شي.
هاخوا اقتصاد وزارت وايي سره له دې چې د کورنیو تولیداتو د ودې ملاتړ کوي، خو په ورته وخت کې د نړیوالو مرستو هرکلی هم کوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغانستان سره دې بشري او پراختیايي مرستو ته دوام وکړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « سره له دې چې د اسلامي امارت پالیسي د کورنیو تولیداتو له ودې څخه ملاتړ او پر داخلي ظرفیتونو تکیه ده، خو بیا هم موږ له نړیوالو مرستو هرکلی کوو؛ له نړیوالې ټولنې او مرستندویه سازمانونو غواړو چې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري او پراختیايي مرستو ته ادامه ورکړي.»
په ورته مهال، اسلامي امارت له نړۍ سره د اقتصاد محوره سیاست له مخې پر متقابلو مثبتو اړیکو ټینګار لري او وايي، له د ې سره به د دواړو خواوو ګټې خوندي وي.
اوسني حکومت په تېرو پنځو کلونو کې پر همدې سیاست ټنیګار کړی او منطقي دریځ یې هم له اسلامي امارت سره د رغنده او رسمي تعامل پیلول یاد کړي.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي: « هغو هېوادونو ګټه وکړه چې د افغانستان له اسلامي امارت سره یې تعامل وکړ، راشه درشه یې ولرله، سیاسي او اقتصادي اړیکې یې جوړې کړې. دوی په سیمه کې یوه ښه حکومت له ځان سره ملګری کړ؛ مګر هغو هېوادونو چې له اسلامي امارت سره یې تعامل نه دی کړی، دوی دې ووايي چې څه یې ترلاسه کړي او کومه ګټه یې کړې ده.»
د اروپايي پارلمان د غړې هانا نیومن دغه څرګندونې داسې مهال دي چې نړۍ په تېرو پنځو کلونو کې له اوسني حکومت سره د اړیکو په تړاو پر خپل دریځ ولاړه ده او د رسمیت پېژندنې مسئله یې هم د بشري حقونو د رعایت او د نړیوالو غوښتنو منلو پورې تړلې ده.