نورستان کې د اوبو او برېښنا تولیدوونکو دوو بندونو جوړېدو په موخه د تخنیکي سروې چارې بشپړې شوې.
د سروې انجنیران وايي، د کلهګوش او منډول بندونو لپاره ټاکل شوې سیمې د دغو پروژو د پلي کېدو لپاره مناسبې دي او تمه ده چې د بندونو د اساسي چارو د پیل لپاره لازم اقدامات ژر ترسره شي.
د اوبو او برېښنا وزارت انجینر هدایت الله عمري وايي: « که څه هم په دې ځای کې یو طبیعي بند شته او اوبه زېرمه شوې دي، خو زموږ پلان دا دی چې دېته یو پاورسټېشن جوړ کړو او برېښنا ترې تولید کړو.»
د سیمې اوسېدونکي وايي، د یادو بندونو په جوړېدو سره به د برېښنا ستونزې هوارې او د خلکو لپاره ګڼې اسانیاوې رامنځته کړي. دوی د دغو بندونو د چارو ژر پیلېدو غوښتنه کوي.
د نورستان اوسېدونکی وايي: « که په منډول کې برېښنا بند جوړ شي، نور څه چې پنجشیر، کاپیسا، پروان او ان کابل ښار ته هم برېښنا ورکولی شي.»
د نورستان یو بل اوسېدونکی وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې دا سروې شوي بندونه هرڅومره ژر چې کېږي، جوړ شي او ډېره پاملرنه ورته وشي.»
د نورستان والي زین العابدین وايي، د دغو بندونوپه جوړېدو سره به ۱۰۰مېګاواټه برېښنا تولید شي چې نه یوازې د نورستان مېشتو ستونزې به ورسره حل شي بلکې ګاونډیو ولایتونو ته به هم ترې برېښنا ورکړل شي.
د نورستان والي قاري زین العابدین وايي: « انجینران وايي چې دا برېښنا بند سل مېګاواټه برېښنا تولیدولی شي. دومره برېښنا ټول ختیځ ته بس کېږي او کېدای شي کابل خواته یې هم ولېږو. د سردار داوود له وخته تر اوسه د نورستان د خلکو دا آرمان و چې دغه بند جوړ شي.»
سیمه ییز چارواکي زیاتوي، د نورستان د کلهګوش او منډول برېښنا بندونو جوړېدو سره به د هېواد د برېښنا تولید زیات او پر وارداتي برېښنا به تکیه کمه شي.