Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ولسمشر: د جګړې شخصي کولو اجازه نه ورکوو

غني: افغانستان کې د ولس له ارادې پرته حکومت ډېر دوام نه شي کولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/09

د افغانستان  دوو پخوانیو  ولسمشرانو په جلا جلا اختریزو پیغامونو کې د اختر مبارکۍ ترڅنګ ګڼو نورو موضوعاتو ته هم اشارې کړي دي.

مخکېني  محمد اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې  د وروستیو طبعي پېښو قربانیانو او د کورنۍ له  غړو سره یې خواخوږي  ښودلې او دغه راز یې په سپين بولدک او تورخم کې د مسافرو بد وضیعت ته هم اشاره کړې ده. 

غني زیاته کړې:« پکتیکا،خوست، ننګرهار او نورو ځایونو کې،چې طبیعي پېښې راغلي، ټولو ته تسلیت وایم. د هېواد په بېلابېلو برخو کې د چاودنو او تروریستي پېښو متضررینو او په ځانګړي ډول د اهل هنودو، پر عبادت ځای د تروریستي برید له امله ټولو زیانمنو کورنیو ته تسلیت وایم. په تورخم او سپین بولدک کې د بې نظمیو او ناسم چلن له امله زیانمنو افغانانو ته تسلیت وایم.»  

مخکېني ولسمشر دغه راز ویلي،اسلامي ټولنه بايد له اسلامي‌امارت سره استدلال وکړي او پايلې ته د رسېدو لپاره يوزاينۍ لار منطق، استدلال، اورېدل او د يو بل منل دي.

غني زیاتوي:« د اسلامي نړۍ له علماوو غوښتنه کوم،چې له طالبانو سره استدلال وکړي. اسلامي نړۍ د خدای ج په فضل سره یو لوی مثبت لور ته روانه ده. اړینه ده،چې دا مثبت مسیر او بهیر له طالبانو سره شریک شي.» 

دغه راز محمداشرف غني،زده کړې د هرانسان حق بللی او ویلي یې دي،چې که یوه ښځه روزل کېږي، نسلونه روزل کېږي.

هغه زیاته کړې:«د علم زده کړه فرض ده او په اسلامي نصوصو کې څو څو ځله پر زده کړې ټېنګار شوی دی. د پیغمبر (ص) یو روایت دی، چې فرمايي،چې علم ولټوۍ، ان کې په چین کې هم وي. ټولو نړیوالو تجربو ښودلې ده،چې د یوې نجلۍ تعلیم پنځه نسلونه بدلولی شي او د یوه هلک تعلیم یوازې یو نسل بدلوي.»

په ورته وخت کې غني د ولس له ارادې پرته د حکومت دوام ستونزمن یاد کړ او پر اسلامي نړۍ یې غږ وکړ،چې د افغانستان له اسلامي امارت سره استدلال وکړي او په مهمو موضوعاتو ورسره وغږېږي.

بلخوا بیا پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل اختریز پيغام کې هم د نجونو پر زده کړو  ټېنګار کړی او پر اسلامي امارت یې غږ کړی،چې له شپږم ټولګي پورته  د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

هغه زیاته کړې:« د هرې ټولنې پرمختګ او سوکالي د هغې ټولنې د وګړو په پوهې، علم او زیار پورې مستقیما تړلې ده. پر اسلامي امارت غږ کوم،چې په ټول هېواد کې  د نجونو او هلکانو ته د زده کړو د زمینې د برابرولو ترڅنګ له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم ژر تر ژره بېرته پيل کړي.» 

اختریزو پیغامونو کې پخوانیو ولسمشرانو دغه راز د نیوکې په توګه چې ظاهرآ هدف یې پاکستان ته افغاني صادرات دي،نیوکه کړې، چې د افغانستان صادرات په هغو پیسو کېږي، چې ورځ تر بلې خپل ارزښت او باور له لاسه ورکوي.

مخکېني ولسمشر غني په افغانستان کې په ملي یووالي، بحث، مناظرې او استدلال ټېنګار درلود او وې ویل، د ولس له  ارادې پرته حکومتونه دوام نه شي کولی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist