Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

امریکا ته د متقي بلنه: کابل کې خپل سفارت پرانیزئ او کانونو کې پانګونه وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/17

له امریکا خپرېدونکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د اسلامي امارت بهرنیو چارو له وزیر سره د مرکې پر بنسټ د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکو د رامنځته کېدو پر امکان بحث کړی.

ورځپاڼې لیکي، پنځه کاله وروسته له هغې چې امریکا یې له افغانستانه وشړله، طالبان واشنګټن ته بلنه وکوي چې په افغانستان کې خپل سفارت پرانستی او پانګونه کولی شي.

ورځپاڼې لیکلي، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، امریکا کولی شي ډېپلوماټیک حضور پیدا  او په افغانستان کې پر کانونو پانګونه وکړي، د بندونو او سړکونو جوړولو پروژې پلې کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې د امیرخان متقي د خبرو یوه برخه کې راغلي: « موږ په دې باور یو چې د جګړې فصل نور پای ته رسېدلی او له هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ د مثبتو تعاملاتونو غوښتونکي یو. امریکا کولی شي خپل سفارت بېرته پرانیزي، ډېپلوماټیک حضور وساتي او پانګونه وکړي.»

نیویارک ټایمز دغه راز لیکلي، دا څرګند وړاندیز په تېرو څو کلونو کې د اسلامي امارت د کوم جګپوړي چارواکي له خوا په لومړي ځل مطرح کیږي او دا د افغان حکومت د هغو هڅو یوه نوې برخه ده چې له انزوا څخه د خپل هېواد ایستلو لپاره یې کوي او جلا جلا پایلې لري.

د ورځپاڼې په باور، د تېر کال په اوږدو کې افغانستان له روسیې سره د دفاعي مشارکت یو تړون لاسلیک کړ او د اوزبېکستان په څېر د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره یې سوداګریز تړونونه وکړل.

ورځپاڼې لیکلي، د اسلامي امارت چارواکي په منظمه توګه خلیجي هېوادونو ته سفرونه کوي او په دې ترڅ کې یې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره هم لیدلي دي.

اسلامي امارت له اروپايي هېوادونو سره هم د افغان کډوالو د ستنولو په برخه کې همکاری کوي، خود ورځپاڼې په باور، له امریکا سره د اړیکو رامنځته کولو لپاره یې هڅو پایله نه ده ورکړې.

نیویارک ټایمز د کابل او واشنګټن د اړیکو په اړه دا بحث داسې مهال کړی چې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا ویلي چې په نړیواله ټولنه کې د ادغام لپاره له افغانستان سره د امریکا اړیکې خورا مهمې دي.

بله خوا، د سیاسي چارو شنونکي بیا د افغانستان پر وړاندې د امریکا موجوده سیاست، د لاسوهنې، فشار او غوښتنو پر بنسټ بولي.

دوی اسلامي امارت ته سپارښتنه کوي چې له امریکا سره د اړیکو جوړولو په تړاو د یوه ګډ کمېسیون له لارې واضېح انځور ترلاسه کړي.

د چارو شنونکي سمیر انګار وايي: « دا مهال د افغانستان لپاره د امریکا پالیسي فشار او مشروط تعامل دی. اسلامي امارت هم هوډ لري چې له هر هېواد سره بالمثل متوازن سیاست ولوبوي. امریکا کوشش کوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او ځینې فرمایشونه هم لري. اسلامي امارت باید له فرصت څخه استفاده وکړي، یو مشترک کمېسیون جوړ کړي او په کې مکانېزمونه وړاندې کړي، ترڅو اسلامي امارت رسمیت پېژندنې ته ورسېږي او امریکا مداخلې بندې شي.»

شنونکي دغه راز وايي، یوازې تعامل کولی شي امریکا په افغانستان کې له لاسوهنې، فشار راوړلو او بې ځایه غوښتنو را وګرځوي.

دا سپارښتنې داسې مهال کیږي چې د نیویارک ټایمز په خبره، امریکا تېر کال له اسلامي امارت څخه ځان لا زیات لرې کړ او په بدل کې یې یوه ګاونډي هېواد، پاکستان ته ورنږدې  شوه. پاکستان د روان کال په لومړیو کې په افغانستان کې لسګونه هوايي بریدونه وکړل.

دا چې د دواړو اړخونو ترمنځ د دغو ستونزمنو مسایلو په موجودیت کې د اړیکو او تعامل رامنځته کېدو څومره امکان شته، وخت به یې ځواب کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist