دا کارخونه چې یوه برخه یې پخوا جوړه شوې وه او په یوه برخه یې اوسمهال کار روان دی، ښايي تر راتلونکو شپږ میاشتو کې یې کارونه بشپړ او پروسېس پیل کړي.
د مسوولانو په خبره، له دې اقدام یې موخه په کور دننه پانګونه، خلکو ته د کاري فرصت ایجادول او بزګرانو ته د سهولتونو او بازار موندنې رامنځته کول دي.
د کارخونې مسوول سعید سادات وايي: « په دې کارخونه لس میلیونه امریکايي ډالره لګښت کېږي او په بشپړېدو سره به یې په کې د کارکوونکو کسانو شمېر تر ۲۰۰ تنو پورې ورسېږي. موږ له دولت غوښتنه کوو چې له ټولو صنعتکارانو سره د ځمکو، برېښنا او نورو اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې مرسته وکړي.»
په ورته مهال، د کندوز بزګرانو لپاره د دې ډول کارخونو جوړېدل ځکه ځانګړی اهمیت لري چې د وریجو دودیز پروسېس په معیاري او عصري بڼه بدلوي.
د بزګرانو په خبره، دا به نه یوازې د دوی کاري بهیر اسانه کړي بلکې د محصولاتو د کیفیت په لوړولو او بازار موندنه کې به هم مهم رول ولوبوي.
بزګر ظریف خان وايي: « د دې شرکت په جوړېدو سره زموږ کار ډېر اسانه شوی، مخکې به موږ خپله شولې راټولولو او بیا مو په بټیو کې نینې کولو چې ډېره برخه به یې خرابه شوه. اوس هم زموږ وریجې په سمه بیه خرڅېږي او هم ضایع کېږي نه او بله خبره دا ده چې ډېرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې.»
بزګر محمد عوض وايي: « له دې وړاندې زموږ کروندګر له وریجو سره ډېر په تکلیف وو، خو د دې فابریکې په جوړېدو سره سهولتونه رامنځته شوي او هم ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې.»
که څه هم په کندوز کې لسګونه بېلابېلې تولیدي کارخونې فعالیت کوي، خو تر اوسه د صنعتي پارک په موخه ځانګړې ځمکه نه ده وېشل شوې. په ورته مهال، چارواکي د خصوصي سکټور د ملاتړ ډاډ ورکوي او وايي، په نږدې راتلونکي کې به د صنعتي پارک د ځمکو وېش بهیر پیل شي.
د کندز ولایت صنعت او سوداګرۍ رییس محمد الرحیم سیرت وايي: « د کندوز صنعتکاران او پانګوال د معیاري صنعتي پارک نه شتوالي له امله ستونزو سره مخ دي. زه ټولو ته اطمینان ورکوم چې نږدې راتلونکي کې به د دوی ستونزه حل شي. امېد شته چې د یوې میاشتې شاوخوا کې به موږ د صنعتي پارک او په کې د ځمکو وېش لړۍ پرانستنه وکړو. زموږ د صنعتي پارک نقشه، ډیزاین او اداري چارې پای ته رسېدلي او د ښار جوړونې وزارت له خوا تایید شوي دي. نږدې راتلونکي کې به یې د پرانستنې کارونه هم وشي.»
کندوز د هېواد په شمال ختېځ کې یو له هغو ولایتونو دی چې اتیا سلنه وګړي یې د شولو په کرکیله بوخت دي او د هېواد په کچه د وریجو یو له سترو تولیدوونکو ولایتونو دی.