د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي پر مشرۍ قطر ته د تللي پلاوي سفر د دوشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د چنګاښ پر مه ۱۳ مه» پای ته ورسېد.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د افغانستان بانک او مالي وزارت استازو په دې سفر کې د د امریکامتحده ایالتو، بریټانیا او ګڼ شمېر هېوادونو له سفیرانو او استازو سره لیده کاته کړي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت قطر ته د افغان پلاوي دغه سفر له لاسته راوړنو ډک بولي،خو د سیاسي چارو شنونکي بیا د افغان پلاوي سفر د پایلو په اړه ویشلي نظرونه لري.
یو شمېر وايي، که اسلامي امارت پر کور دننه خپله کورنۍ دنده،چې ټول ګډونه حکومت، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو پرانېستل او نور هغه څه چې نړيوال یې غوښتونکي دي، ترسره نه کړي، داسې سفرونه بې ګټې دي.
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پيګر وايي:« په وار، وار یوې پوښتنې سره مخ کېږو او هغه دا چې هر سفر بې نتیجې دی. هر ځل چې ځي،بیاځلې د نجونو ښوونځیو پر خلاصون او ټولګډونه حکومت ټینګار کېږي. موږ خپله کورنۍ دنده نه ترسره کوو او بیا قطر ته سفر کوو او هغه موضوع بیا تکراریږي او موږ بیا راځو د اسلامي امارت مشرانو ته هغه څرګندونې تکراوو. هرکله چې موږ وکولی شو،خپله کورنۍ دنده ترسره کړو، هغه مهال به د افغانستان خلکو ستونزې حل شي.»
امیر خان متقي په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتو له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره لېدنه کې د کنګل شویو پیسو پر سر هم خبرې کړي، چې بهرنیو چارو وزارت یې بریالۍ بولي او په ځینو مواردو کې د پرمختګ خبره کوي.
خو د سیاسي چارو شنونکي بیا پر نړیواله کچه د افغانستان اسلامي امارت د رسميت پېژندنې پر وړاندې خنډ د امریکامتحده ایالت او دغه هېواد کې ځینې داخلي سیاسیون یادوي.
د سیاسي چارو شنونکی عمران افغان وايي:« زما په فکر رسمیت پېژندنه یوه لویه مسله ده او ښايي نږدې وخت کې هم ونه شي او لوی عامل یې هم خپله د امریکا متحده ایالت دي، ځکه امریکا متحده ایالتو کې اوس هم داسې خلک شته دی، چې هغوی له افغانانو سره دښمني غواړي. ان دوی نه غواړي، چې له افغانانو سره یو عادي تعامل ولري، نو د امریکا پر متحده ایالتو له ولس او ځینو معرضو کړیو له لوري فشارونه زیات دي. د امریکا متحده ایالتو حیثیت او رول په ټوله نړۍ باندې دی، نو د دې په خاطر باندې په دې برخه کې جدي ګامونه نه دي اخېستل شوي.»
قطر ته د افغان پلاوي له سفر سره هم مهاله په افغانستان کې د علماوو ستره ناسته هم ترسره شوه، چې نړیوال او پر کور دننه ورته خلک ځینو مهمو پرېکړو ته په تمه وو. شنونکي پر دې اند دي،چې د علماوو په ناسته کې ځینو پرېکړو د مولوي امیر خان متقي پر سفر منفي اغیزې درلودې.
د سیاسي چارو شنونکی سید بلال احمد فاطمي وايي:« د علماوو شورا په پایله کې چې کومه ۱۱ ماده اییزه اوصول نامه وضعه شوه، په پرېکړه لیک کې موږ وکتل،چې داسې موضوعات په کې ول، چې په هغې باندې نړۍ خوشاله نه ده او ان د افغانستان خلک هم پرې خوشاله نه دي. په پرېکړه لیک کې هغه شیان چې باید ذکر شوي ول، ذکر نه شول. نړې دې ته په تمه وه، چې د ښوونځيو مسله،د ښځو مسله، اساسي حقوقو مسله،د قوانینو مسله او د راتلونکې حکومت په اړه باید پرېکړې نیول شوې وې، چې دا پرېکړې ونه نیول شوې. »
افغان پلاوي قطر ته په سفر کې د امریکامتحده ایالتو، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو له استازو او سفیرانو سره په جلا کتنو کې، په اقتصادي برخه ، بانکي اسانتیاوو، تعامل، همکاریو او حسنه اړیکو خبرې کړي او یو شمیر هېوادونو ډاډ ورکړی دی،چې له افغانستان سره خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکوي.
شنونکي پر دې باور دي، تر څو چې د افغانستان اسلامي امارت ټولګډونه حکومت،د ښځو حقوقو او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې ښوونځیو پرانېستلو پرېکړه ونه کړي، له نړیوالو سره په مهمو ناستو خپل منفي اثرات لرلی شي.