Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/13

د اسلامي امارت د واکمنۍ پنځو کلونو له پوره کېدو سره هم‌مهاله، مسوولین او دیني علماء له خلکو غواړي چې د اوسني نظام کلک ملاتړ وکړي.

کابل کې د یوې دیني مدرسې د دستاربندۍ پرمهال ګڼ دیني علماء او د اسلامي امارت مسوولین راټول شوي.

دوی وایي، اوسنی اسلامي نظام په خورا ډېرو قربانیو واک ته رسېدلی او اوس اړتیا ده چې ټول خلک یې کلک ملاتړ وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د روغتیایي چارو لوی رییس مولوي صدیق‌الله بدر وايي: « الله رب العزت په افغانستان کې خپلواکي راوسته او اسلامي نظام یې پر حاکم کړ. باید ټول ولس د دې اسلامي نظام د بقا لپاره لاس سره یو کړي او د استحکام لپاره یې هڅې وکړي.»

د دوی په خبره، افغانستان کې اوسنی اسلامي نظام د زرګونه قربانیو په پایله کې واک ته رسېدلی او ټولې چارې یې د اسلامي شریعت او افغاني فرهنګ په رڼا کې روانې دي.

چارواکي او علماء خلک له اوسني سیاسي ثبات او سولې څخه ګټه پورته کولو ته رابولي او وايي، ټول ولس باید خپل منځي اختلافات شاته وغورځوي.

د علماوو د انسجام شورا مرستیال عبدالباري منصور وايي: « زموږ له ټولو مسلمانانو هیله دا ده چې له خپل منځني اختلافونو ځان وساتي او هغه څه ډډه وکړي چې د دې نعمت او خپلواکۍ د زوال سبب کېږي.»

په ورته مهال، دیني علمان هم له خلکو غواړي چې د اوسني نظام په پیاوړتیا او ملاتړ کې دریغ ونه‌کړي او د هرې هغه ډلې او اشخاصو په وړاندې ودرېږي چې د اوسني اسلامي نظام په خلاف چارې مخته وړي.

د دوی په خبره، ټول دیني علماء د اوسني نظام ترڅنګ ولاړ دي او له خلکو یې هم غوښتنه وکړه چې اسلامي نظام ترڅنګ ودرېږي.

مدرس عبیده وايي: « له دوی غواړو چې د دې نظام ملاتړ وکړي، په خپلو کې متفق پاتې شي، د اغیارو د خبرو تر تأثیر لاندې را نه شي.»

مدرس عزیزالرحمن وايي: « هغوی د افغانستان خلاف تبلیغات کوي، تش په نوم جبهې جوړوي. له هېواد څخه تللیو جنرالانو ته امیرالمومنین عفوه کړې او دوی کولی شي له دې ګټه واخلي. افغانستان کې ګډودي جوړول نا شونې خبره ده.»

د دې دیني مدرسې د دستاربندۍ په پای کې هغه بنر یا پیغام لیک هم په اور وسوځول شو چې یو شمېر سیاسي پیغامونه یې لېږدول او دا څه د مدرسې د طالبانو له خوا سخت بدرګه او یوازې اسلامي نظام او شریعیت د ټولنې او هېواد لپاره مهم وبلل شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist